افغان الاصله امریکايي احمدخان رحیمي په ابدي بند محکوم شو
یو افغاني الاصله امریکایي چې په ۲۰۱۶ کال کې په نیویارک ښار کي د بمونو په ایښودلو تورن شوی وو، په ابدي بند محکوم شو.
د نیویارک د منهاتن سیمي فدرالي محکمې تېره ورځ احمد خان رحیمي په هغه چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړ چې په دې سیمه کې یې دېرش تنه ټپیان کړل.
یو بل بم چې هلته ځای پرځای شوی وو، ونه چاودېد.
دېرش کلن رحیمي په افغانستان کې زېږېدلی دی.
نوموړی په تېره نومبر میاشت کې په اتو تورونو چې په هغه کې د ډله ییزې وژنې وسلې ګرځول او په یوه عامه سیمه کې د بمونو اېښودل پکې شامل دي، مجرم وپېژندل شو.
قاضي ریچارد بیرمن وویل چې رحیمي د خپلو کړنو لپاره داسې توضیحات ورنه کړل چې د هغه مجازات راکم کړي.
احمد رحیمي په محکمې کې ویلي چې د چا په وړاندې کېنه او نفرت نه لري، خو د خپل ژوند له تجربو یې موندلې چې د امریکا د خلکو او مسلمانو ټولنو ترمنځ ولې ناهیلي او نفرت شته.
دی وایي، له دې کبله چې د مسلمان ظاهرې څېره یې درلوده، د سفر پرمهال د چارواکو لخوا ځورول شوی دی.