د استخباراتو مشر: پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې د امریکا ګټې ګواښي
د امریکا د ملي استخباراتو مشر وایي، ارزونه یې دا ده چې په پاکستان کې مېشتې یاغي ډلې لا هم په پاکستان کې د خپلو خوندي پناه ځایونو څخه په استفادې په افغانستان او هند او په دغو هېوادونو کې د امریکا پر ګټو بریدونو ته دوام ورکوي.
ډان کوټز چې د سې شنبه په ورځ یې د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې ته د نړیوالو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کولې، وویل کابل د طالبانو په مشرۍ د بغاوت فشارونه ګالي چې په دې ښار کې وروستي بریدونه یې یوه نښه ده.
دی وایي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د وسله والو له غیر منظمو فعالیتونو سره مخامخ دي.
ډان کوټز زیاته کړه:
"هغه څه چې د افغانستان وضعیت یې پېچلی کړی دا دی چې زموږ ارزونې ښیي چې په پاکستان کې مېشتې یاغي ډلې له خپلو پناه ځایونو څخه د افغانستان، هند او هلته د امریکا د ګټو پر ضد استفاده کوي، د پاکستان پوځي مشران په پرله پسې ډول پر یوه باریکه لاره تګ کوي داسې چې د طالبانو او د هغو د ملاتړ ډلو پر وړاندې عملیات ظاهراً زموږ د هغې غوښتنې ترسره کول ښیې چې د دې ډلو پر وړاندې د ډېرو اقداماتو په اړه یې لرو، خو دا اقدامات پر دې ډلو د پام وړ فشار نه منعکسوي او داسي نه ښکاري چې تل پاتي اغېز ولري."
که څه هم تېره میاشت د امریکا ادارې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو پاکستاني یاغي ډلو پوري اړوند اته تنه په تور لېست کې شامل کړل، خو د ډان کوټز په خبره د دوی ارزونې ښیي چې پاکستان به له دغو ډلو سره اړیکې وساتي او په عین وخت کې له امریکا سره د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې همکاري محدودوي.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر پاکستان د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې په نه همکارۍ او درواغو تورن کړ، د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.