پوتین: امریکا د ۱۳تورنو روسانو په اړه اسناد نه دې سپارلې
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي، که چېري هغو روسانو چې د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلې تور ورباندې لګول شوی دی، د روسیې قوانین نه وي مات کړي نو پر وړاندې به یې اقدام ونه کړي.
ولسمشر پوتین پرون له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې د امریکا د ځانګړي څېړونکي رابرت مولر لخوا روسیې ته په دې اړه رسمي اسناد نه دي سپارلي.
رابرت مولر تېره میاشت وویل چې دیارلس روسي اتباع او درې روسي شرکتونه په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې په مداخلې تورن کړل.
پوتین په خپله مرکه کې ویلي چې هغه کسان چې ښه پوهه ولري باید پوه شي چې موږ په روسیه کې هغه کسان چې د روسیې قوانین یې نه وي مات کړي، نه تعقیبوو.
د پوتین دغو څرګندونو تائید کړه چې روسیه نه غواړي دغه دیارلس کسان وسپاري.
روسیه له متحده ایالاتو سره د دې ډول افرادو د سپارلو کوم تړون نه لري.
د مسکو له همکارۍ پرته مولر د دغو مشکوکو کسانو د قضیې د تعقیب لپاره ډېره هیله نه لري.