د پاکستاني سېنټ د انتخاباتو غیر رسمي نتیجې اعلان شوې
د پاکستان سنېټ ۵۲ غړيو انتخاباتو غير سرکاري نتيجو ترمخه د واکمن مسلم ليګ نون ګوند ملاتړ لرونکو کانديدانو بری ترلاسه کړی دی.
د پاکستان سنېټ ۵۲ غړيو انتخاباتو غير سرکاري نتيجو ترمخه د واکمن مسلم ليګ نون ګوند ملاتړ لرونکو کانديدانو بری ترلاسه کړی دی.
د پاکستان سېنېټ ۵۲ غړيو انتخاباتو غير سرکاري نتيجو ترمخه د واکمن مسلم ليګ نون ګوند ملاتړ لرونکو کانديدانو بری ترلاسه کړی دی.
د مارچ دریمه د نړۍ په ځینو هېوادونو کي د موسیقۍ د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په پېښور کې هم د موسیقۍ دا نړیواله ورځ د تخلیق فاونډېشن او د کلتوري خبریالانو د ټولني لخوا ولمانځل شوه. تفصیل یې په دې ویډیو کې وګورئ
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې نن شنبه ناوخته سلګونه خلکو لاریون وکړ او د کابل- کندهار لویه لاره يې د ټرافیکو پرمخ تړلې. دغو خلکو تر هغه وروسته لاریون وکړ او کابل ـ کندهار لویه لاره يې وتړله چې تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند شېراباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ناپېژاندو وسله والو په مرموز ډول ووژل او یوه ښځه یې ټپي کړه او ۲ تنه يې له ځان سره یووړل. دغه لاریون کوونکي چې د وژل شویو کسانو جسدونه هم له ځانه سره لېږدوي، له دولته د دغو وژل شویو کسانو د قاتلیونو غوښتنه کوي. د غزني... Читать дальше...
د پنجاب او سند صوبې په ۱۲-۱۲ ، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ۱۱-۱۱ څوکيو باندې ټاکنې وشوې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان د یوه افغان لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، په کاناډا کې د «پیډک» په کلني کنفرانس کې د ګډون په هدف، هغه هېواد ته تللې ده. پیډک یا د کاناډا د کانونو د استخراج د پراختیايي ټولنې دغه کنفرانس هرکال په هغه هېواد کې جوړېږي. د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې مېرمن نهان به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره، بهرنیو کمپنیو ته د هېواد د کانونو په ځانګړتیاو خبرې وکړي. د ښاغلی مطفي په خبره،... Читать дальше...
د فراه ولایت امنیتي مسؤلین وايي، دوه تنه وسله وال طالبان د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي چې دوی پخپله د سیمه ییزو ځواکونو پر لاره ځای پر ځای کړی و. د فراه ولایت د خاک سفید ولسوال ملا محمد نورزي نن شنبه ازادي راډیو ته ویلي چې دا پېښهد دغې ولسوالۍ په خوست سیمه کې شوې ده. نورزي ویلي، سیمې ته پلټونکي ځواکونه رسېدلي او پېښه به وڅېړي.
په پاکستان کې نن شنبه د هغه هېواد د سنا مجلس انتخابات دي. پاکستاني قانون جوړوونکي په څلورو ایالتي پارلمانونو کې په پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا، بلوجستان او هم د هغه هېواد په مرکزي پارلمان کې د ۵۲ سناتورانو د انتخابولو لپاره خپلې رأیې کاروي. د پاکستان د سنا مجلس لپاره ۱۳۰ تنه نوماندان دي. د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون جمعه لارښوونه کړې چې د رأیې ورکولو پر وخت، د موبائل ټيلیفونونو کارول ممنوع دي. د پاکستان د سنا مجلس انتخابات د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف د ګوند لپاره یوه لویه ننګونه بلل شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمهوري ریاست له خوا د منطقوي ځواکونو د جوړېدو د طرحې تر تائید وروسته...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، باور نه لري چې پاکستان دې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ...
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ...
مهرداد صبار وویل ، په افغانستان کې سږکال ډېرې کورنۍ د طبیعي افتونوپه پرتله، د جګړې او د امنیت د خرابوالي له امله بې کوره شوې دي.
والي محمد شفیق اسدالله سعيد چې نن شنبه يې په یاد ولایت کې قومي مشرانو سره په یوه جوړه شوې غونډه ...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمهوري ریاست له خوا د منطقوي ځواکونو د جوړېدو د طرحې تر تائید وروسته...
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ورو توپ اچوونکی قیس احمد د ویسټ انډيز کربین پریمر لیګ سیالیو ته واخیستل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه افغان لوبغاړی به د دغو سیالیو په شپږم پړاو کې د «اېس ټي لوشیا سټار» لوبډلې سره ولوبېږي. د دغو سیالیو په تېر پړاو کې راشد خان د امازون ګیانا لوبډلې لپاره لوبېدلی و چې په هټریک يا پرله پسې درېیو وایکټو اخيستلو هم بریالی شوی و. د ویسټ انډيز کربین پریمر لیګ شپږم پړاو سیالۍ چې شپږ لوبډلې په کې ګډون لري، د روان کال د اګست په اتمه نېټه پیلېږي.
د مشرانو جرګې او د ماليې وزارت د بودجې ریاست لوبډلې، د یو ملت يو غږ په نوم د دولتي ادارو ترمنځ د فوټبال سیالیو پای لوبې ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د ۱۲ دولتي ادارو د فوټبال لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې د افغانستان بانک، د مشرانو جرګې او د ماليې وزارت د خزانې او بودجې ریاستونو نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه. په نیمه پایلوبه کې د مشرانو جرګې د فوټبال لوبډلې د افغانستان بانک لوبډلې ته ۳ د ۱ او د مالیې وزارت د بودجې ریاست لوبډلې د د دغه وزارت... Читать дальше...
سبا يکشنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د سکاټلينډ په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډله نړیوال جام ته د رسېدو لپاره پوره چمتووالی لري او ډېر امکان شته چې افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي. افغان لوبډلې د نړیوال جام له غوراوي پړاو سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زیمبابوې ته د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځينو لوبو په سیریز او له هغه وروسته،... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه وايي ، د ماینونو په چاودونو کې د وژل شوو او ټپي شوو ۲۹ کسانو فهرست یې د مالي مرسته لپاره لوړپوړو چارواکو ته لېږلی دی.
افغان حکومت د کابل پروسې په نوم په دوهم کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نشهيي موادو پر ضد یوه ...
افغان حکومت د کابل پروسې نومي په دوهم کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نشه يي...
د پاکستان په سېنېټ کې د خالي کيدونکي ۵۲ چوکیو لپاره د شنبې په ورځ د ټولو صوبو په اسمبلیو کې د نورو سنېټرانو ټاکلو لپاره د رایو اچولو لړۍ پیل شوې چې د پاکستان له وخت سره سم د مازیګر تر څلورو بجو به دوام ولري. د قبایلي سیمو د سنېټرانو ټاکلو لپاره د قومي اسمبلۍ غړي رایې اچوي.
د هرات د امنيتي چارواکو په وينا د یوې میاشتې په جریان کې یې نږدې ۶۰۰ معتادین د دې ولایت له مختلفو سیمو څخه را ټول کړي دي. د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس جیلاني دقیق د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا راغونډ شوي معتادین ټول بې کوره و او د ژمي سړې شپې یې تر شنه اسمان لاندې تېرولې: "په مجموع کې ۵۸۶ تنه بې کوره معتادین را ټول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي، دغه ډول ځینې معتادین چې د هرات خپل خپل اوسېدونکي و، خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي." د ښاغلي دقیق... Читать дальше...
د هرات د امنيتي چارواکو په وينا د یوې میاشتې په جریان کې یې نږدې ۶۰۰ معتادین د دې ولایت له مختلفو سیمو څخه راټول کړي دي. د هرات ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس جیلاني دقیق د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا راغونډ شوي معتادین ټول بېکوره و او د ژمي سړې شپې یې تر شنه اسمان لاندې تېرولې> ده وويل: "په مجموع کې ۵۸۶ تنه بېکوره معتادین راټول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي، دغه ډول ځیني معتادین چې د هرات خپل خپل اوسېدونکي و، خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي." د... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي، که چېري هغو روسانو چې د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلې تور ورباندې لګول شوی دی، د روسیې قوانین نه وي مات کړي نو پر وړاندې به یې اقدام ونه کړي. ولسمشر پوتین پرون له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې د امریکا د ځانګړي څېړونکي رابرت مولر لخوا روسیې ته په دې اړه رسمي اسناد نه دي سپارلي. رابرت مولر تېره میاشت وویل چې دیارلس روسي اتباع او درې روسي شرکتونه په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې په مداخلې تورن کړل. پوتین په خپله مرکه کې... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور په مرسته څلور فابریکې جوړېږي چې د کرنیزو تولیداتو د پروسس د غوړیو د تولید او د چرکانو د دانې جوړولو فابریکې په کې شاملې دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر دې زراعتي کمپلکس باندې ۱۲ میلیونه ډالر او له ۱۵۰ میلیونو افغانیو ډېره پانګونه شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو فابریکو په جوړېدو سره به د افغانستان د صاداراتو په کچه کې زیاتوالی راشي. د دغه کمپلکس جوړنکوو ویلي چې د ولسمشر خبرو دغه کار ته هڅولي دي. Читать дальше...