د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان کاناډا ته تللې
د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان د یوه افغان لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، په کاناډا کې د «پیډک» په کلني کنفرانس کې د ګډون په هدف، هغه هېواد ته تللې ده.
پیډک یا د کاناډا د کانونو د استخراج د پراختیايي ټولنې دغه کنفرانس هرکال په هغه هېواد کې جوړېږي.
د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې مېرمن نهان به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره، بهرنیو کمپنیو ته د هېواد د کانونو په ځانګړتیاو خبرې وکړي.
د ښاغلی مطفي په خبره، په دغه کنفرانس کې د نړۍ له ګڼو هېوادونو د کانونو داستخراج اړوند د لسګونو نړیوالو کمپنو مسؤلین برخه اخلي.
مطفي وویل، د کانونو د استخراج ګڼې بهرنۍ کمپنۍ لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
ده هیله وښوده چې د کانونو د استخراج بهرنۍ کمپنۍ به یوځل بیاهم د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره لېواله شي.