فعالانې: د خوست د کلیوالو ښځو تعلیم او کار ته کار نه دی شوی
په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي چې تر اوسه هم د پوهنې او روغتیا پرته په نورو رسمي ادارو کې د ښځو ونډه لږه ده او په ځانګړي ډول د اطرافو او کلیوالو سیمو ښځې له زده کړو، کار او کسب محرومې پاتې شوې دي.
دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ازادي راډیو ته وکړې.
په خوست کې د ښځو د یو ټولنیز بنسټ مشرې نعت بي بي عمري وویل چې د یاد ولایت په ډېریو لیرې پرتو سیمو کې د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره د پام وړ برنامې نه دي عملي شوي.
په ورته وخت کې د خوست د ښځو چارو رئيسې ملالۍ ولي هم د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې له ډونرانو او موسسو وغوښتل چې تر دې وروسته ته دې د مرکز پر ځای د ولسوالیو او اطرافي سیمو اړمنو ښځو ته پروژې پلي کړي.
پر همدې مهال د خوست والي هم له خلکو وغوښتل چې د دې ټولنې دیني او کلتوري ارزښتونو ته په پام کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه ونیسي، هغوی ته خپل حقوق ورکړي، ناوړه رواجونه پای ته ورسوي، ښځو او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي، په اقتصادي برخو کې د ښځو له وړتیاوو کار واخلي او د ښځو د هوسا ژوند لپاره خپلې مادي او معنوي هڅې ونه سپموي.