د سعودي عدالتي لومه کې راګېر پاکستاني زندانیان
د بشري حقونو د څار سازمان هيومن رايټس واچ او غير حکومتي ادارې جسټس پروجېکټ پاکستان په سعودي عرب کې له پاکستانيو زندانانو سره د قانوني چلند په اړه په شريکه يو ځانګړی رپورټ خپور کړی دی. په رپورټ کې ويل شوي چې د زندانيانو پرضد د سعودي عرب په عدالتي کاروايانو کې نيمګړټياوې دي. پر ۲۹ پاڼو مشتمل دې رپورټ ته ((په لومه کې راګېر، د سعودي عرب د انصاف رسولو په نظام کې له پاکستانيانو سره چلند)) عنوان ورکړل شوی دی. په سعودي عرب کې له ۲۰۱۴ م کاله راهيسې ۷۳ پاکستانيان په دار ځړول شوي دي چې پکې زياتره د نشيي توکو د قاچاک په تور کې زندۍ شوي دي. Читать дальше...