د اتریش پولیسو یو افغان د چړې د برید په تړاو نیولی دی
د اتریش پولیسو په پلازمېنه ویانا کې یو افغان د چړې د برید په تړاو نیولی دی.
نیول شوی کس ۲۳کلن دی او پرون وروسته له هغه ونیول شو چې یو بل شل کلن افغان یې په چړو واهه.
د اتریش د پولیسو ویاند پاتریک مایرهوفر وویل پولیس لا هم څېړنې کوي چې دغه کس د یوې بلې اتریشې کورنۍ چې تر دې پېښې یو ساعت دمخه په چړو وهل شوي و، ارتباط لري که نه.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د اوس لپاره دومره پوهېږو چې پر ۷:۴۵ دقیقې د چړې یو برید شوی دی، د عیني شاهدانو په خبره یوه سړي درې تنه په چړو ووهل، درې سره قربانیان چې پلار، مور او یوه لور وه د سختو ټپونو له کبله په ناوړه وضعیت کې دي."
د دغې کورنۍ نومونه په رسنیو کې نه دې اخیستل شوي.
مایرهوفر وویل دا برید داسې نه ښکاري چې له ترورېزم سره ارتباط ولري، خو وایي، لا تر وخت دمخه ده چې د دې برید د دلیل په اړه څه ووایي.