د سوریې په ختیځه غوطه کې ۸۰ملکیان وژل شوي
د سوريې په ختيځه غوطه کې پرون هوايي حملو په لسګونو ملکيان وژلي او په زرګونو نور له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوريې دولتي ځواکونه دمشق ته نږدې د افراطي وسله والو په وروستي پټنځاى کې خپلو تهاجمي عملياتو ته ادامه ورکړې ده.
د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى وايي په ختيځه غوطه کې د روسيې په هوايي حملو کې پرون لږ تر لږه ٨٠ تنه ملکيان وژل شوي دي.
له دې سره په دې سيمه کې د پوځي عملياتو په لړ کې د وژل شويو کسانو شمېر ١٣٥٠ کسانو ته ورسېد.
دغه پوځي عمليات شا و خوا مياشت مخکې پيل شوي دي.