په بغلان کې ۲ تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول
په بغلان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حُسینخېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشهيي موادو قاچاق وړونکو ۴۴۹ کیلو ګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې قاچاق کړي چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ونیول. د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د بغلان پولیس د نشهيي موادو قاچاق وړونکي په داسې حال کې نیسي چې نشهيي مواد ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کوي.