په پام کې ده چې ولسي جرګه امنیتي مسؤلین استجواب کړي
د افغانستان د ولسي جرګې رئيس وايي، دغه جرګه په پام کې لري چې په هېواد کې د ناامنيو د زياتېدو په تړاو امنيتي چارواکي استجواب کړي.
د ولسي جرګې غړو نن شنبه په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ناامنيو پر زياتېدو بحث وکړ.
د دې جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي ونه ويل چې دغه امنيتي چارواکي به کله استجواب شي، خو کمېسيونونه يې موظف کړل چې خپلې پوښتنې برابرې کړي.
نوموړي وویل:
"د ولسي جرګې او ملي شورا مسؤليت دا دى چې يوه استجوابيه غونډه جوړه کړو، دا استجوابيه جلسه بايد داسې مديريت کړو چې ستاسو همکاري په کې شرط وي، خو تاسو نظريات او پوښتنې مخکې له مخکې د داخلي وظايفو د اصولو له مخې، د ولسي جرګې اداري هيئت ته وسپارئ."
تر دې مخکې نورو بنسټونو هم په کابل او نورو ولايتونو کې د ناامنيو پر زياتېدو اندېښنه ښوولې ده.