د امریکا په تکزاس کې یو مشکوک برید کوونکی وژل شوی
د امریکا د تکزاس ایالت په مرکز اسټن کې د پارسل بمونو پواسطه مشکوک برید کونکی وژل شوی دی.
داسې ښکاري چې دې مشکوک د ایالتونو ترمنځ پر لویه لاره خپل ځان په چاودونکو موادو وژلی دی.
راپورونه وايي، د امریکا د تحقیقاتو فیدرالي اداره د پېښې په اړه پلټنه کوي.
د مارچ له دوهمې نېټې راهیسې په اسټن ښار کې پنځه پارسل بمونه منفجر شول چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي او څلور ژوبل شوي دي.