په تاجکستان کې د نوروز جشن
په تاجکستان کې خلکو په نڅاوو نوروز ولمانځه. په کولاب او دوشنبې ښار کې د ازادي راډیو همکارانو د دې جشن د په زړه پورې شیبو تصویرونه اخیستي دي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
په تاجکستان کې خلکو په نڅاوو نوروز ولمانځه. په کولاب او دوشنبې ښار کې د ازادي راډیو همکارانو د دې جشن د په زړه پورې شیبو تصویرونه اخیستي دي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
په تاجکستان کې خلکو په نڅاوو نوروز ولمانځه. په کولاب او دوشنبې ښار کې د ازادي راډیو همکارانو د دې جشن د په زړه پورې شیبو تصویرونه اخیستي دي
د بلخ لیري شوي والي نن د نوروز په جشن کې وويل چې ډېر ژر به د بلخ ولايت یوه بل کس ته ور وسپاري. په دې ويډيو کې تاسي په مزار شريف کې د نوروز جشن او جنډه پورته کولو مراسم وينئ.
په کراچۍ کې د نقيب الله مسود د وژنې په کېس کې مطلوب، د ملير پوليسو پخوانی ايس، ايس، پي نن په اسلام اباد کې سپريم کورټ ته حاضر شو. سپريم کورټ د دغې مقدمې د اورېدنې پر مهال پوليسو ته حکم کړی چې هغه ونيسي. په دې اړه د بشير ګواښ ويډيويي راپور...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد له افغان لوړپوړو چارواکو سره په ...
د اسرائیل پوځ د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې یې د سوریې پر مشکوکو اټمي تاسیساتو بمباري کړې ده...
په قامي اسمبلۍ او سنیټ کې د قبایلي سیمو ښځو ته د نمایندګۍ درخواست کونکو وکیل وايي هیله من دی چې د کېس به مثبتې نتیجې راووځي ځکه چې د پېښور های کورټ وفاقي حکومت ته نوټس جاري کړی دی.
د نهې په ورځ د لاهور های کورټ د قصور د اوه کلنې ماشومې زینب په کېس کې ملزم عمران علي ته د ترهګرۍ ضد عدالت لخوا اورول شوی فیصله برقرار ساتلې ده او د عدالت د فیصلې خلاف د هغه اپیل یې رد کړی دی.
د کرکټ نړيوال جام غوراواي سياليوو کې ويسټ انډيز د مارچ په يوويشتمه سکاټ لېنډ ته ماتې ورکړه. په دې توګه يې ځان تر ټولو مخکې او د ۲۰۱۹ کال نړيوال کپ ته لار وموندل. په دې سره د سکاټ لېنډ چانس ختم شو.
په کابل کې په حمله کې نن۲۹ کسان ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول. نن نوروز په ګڼو هيوادونو کې په خوشالیو ولمانځل شو. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وايي: هیواد یې د کيمياوي وسلو زیرمې له منځه وړي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ
د شمالي وزيرستان دوکاندارانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ضرب عضب پوځی عملياتو پر مهال د رسېدلو مالي تاوانونو په بدل کې دې ورته معاوضه ورکړل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سخي زیارت ته څېرمه انتحاري حملې ۲۹تنه وژلي او ۵۲نور یې ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم وایي چې حمله کوونکي پلی و. وېډیو سباوون کاکړ او تمیم اخګر اېډیټ تمیم اخګر
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل وشي او ۵۲ نور ژوبل شوی دي...
د خوست په یوشمېر سیمو کې د نوي کال په مناسبت د سیمه ییزو سندرغاړیو لخوا په زړه پورې کنسرټونه او په ډېری ځایونو کې ملي اتڼونه ترسره شول.په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ابراهیم رحیمي ویډیو وګورئ.
د خوست په یو شمېر ځایونو کې د نوي کال په مناسبت د سیمه ییزو سندرغاړو لخوا په زړه پورې کنسرټونه او ډیری ځایونو کې ملي اتڼونه هم ترسره شول.په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ابراهیم رحیمي ویډیو وګورئ.
د خوست اوسیدونکو د نوي کال د ورځې د لمانځنې پر مهال د دولت له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې د سولې په باره کې د افغان حکومت بلنه ومني او جګړې پای ته ورسوي.
د فرانسې له پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي څخه د دوهمې ورځې لپاره هم تحقیقات دوام لري. پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۰۷ مېلادي کال د انتخاباتو د کمپاین لپاره يې د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي له رژیم څخه پیسې اخیستې وې. فرانسوي رسنیو وویل چې پخوانی ولسمشر سرکوزي تېره شپه په خپل کور وکړه او نن بیا ترې د فساد ضد پولیسو تحقیقات پیل کړل.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل وشي او ۵۲ نور ژوبل شوی دي. د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه کابل پوهنتون ته نېږدې د نوروز د مراسمو پر مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د کابل په ننني ځانوژونکې برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ژوبل دي.داعش وسله والې ډلې د دې برید مسولیت پر غاړه اخېستی دی.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل اینجنټ عبدالناصر له مشال راډيو سره په خبرو کې د وزیرستان ولس هغو ګیلو ماڼو ته ځواب وايي چې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له کبله یې کورونه کنډکپر او کنډواله شول او د تاوانونو غوښتنیې یې لا هم رواني دي.
له کورمې سره تعلق لرونکې حبیبه فاضل خان وایي، له باکسنګ لوبې سره یې ډېر شوق دی. نوموړې د قبایلي سیمو لومړۍ باکسنګ لوبغاړې ده چې دا اوس یې په پېښور کې په څلورم قومي باکسنګ سیالیو کې سلور میډل (دوهم) ګټلی دی. په دې اړه د مشال راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
راو انوار له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې فراره وو او په وار وار ورته سپريم کورټ د حاضرېدو حکم کړی و
د روسيې یوې محکمې دوه چیچینایان په سوریه کې له داعش سره د یو ځای کېدو د پلان په تور په اوږد بند محکوم کړل. د شمالي قفقاز سیمه ییزې پوځي محکمې ادم سوګایپوف او یوني موردیایف په ۷ او اتو کلونو زندان محکوم کړل. په یوه جلا تحول کې د چیچینیا د کورنیو چارو وزارت نن وویل د ګاونډي انګوشیتیا درې او د داغستان یو اوسېدونکی له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د روسيي امنیتي ځواکونه د شمالي قفقاز په جمهوریتونو کې له سخت دریځو وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت به اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته سوله په میراث پرېږدي....
د امریکا د تکزاس ایالت په مرکز اسټن کې د پارسل بمونو پواسطه مشکوک برید کونکی وژل شوی دی. داسې ښکاري چې دې مشکوک د ایالتونو ترمنځ پر لویه لاره خپل ځان په چاودونکو موادو وژلی دی. راپورونه وايي، د امریکا د تحقیقاتو فیدرالي اداره د پېښې په اړه پلټنه کوي. د مارچ له دوهمې نېټې راهیسې په اسټن ښار کې پنځه پارسل بمونه منفجر شول چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي او څلور ژوبل شوي دي.