د غزني چارواکي: پر دهیک ولسوالۍ طالبانو ډلهییز برید کړی
د غزني چارواکي د دې ولایت پر دهیک ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو د ډلهییز برید خبر ورکوي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه برید کې چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو یو شمېر نورو سیمو پر امنیتې پوستو وشو، لږ تر لږه درې وسلهوال او یو پولیس وژل شوي او څو تنه وسلهوال هم ټپیان شوي دي.
د نوري په وینا د وسلهوالو دغو بریدونو د شپې تر دوو بجو دوام وکړ چې سیمې ته له مرکزه د نورو ځواکونو په ورتلو سره په شاه وتمبول شول او اوس سیمه کې وضعیت ارام دی.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.