Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2018

Новости за 25.03.2018

Pa.azadiradio.com 

د مخالفو ډلو فعالانو هڅه کوله څو د بېلاروس پلازمېنه کې لاریون وکړي

په بېلاروس کې په داسې حال کې چې د مخالفو ډلو فعالانو نن هڅه کوله چې په پلازمېنه مینسک کې یو لاریون ترسره کړي، په لسګونو کسان نیول شوي دي. د دغه لاریون هدف له روسیې څخه د بیلاروس د ۱۹۱۸میلادي کال د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلېزې یاد لمانځل و. د بېلاروس خپلواک جمهوریت یوازې یو کال تر ۱۹۱۹میلادي کال پورې دوام وکړ. د ازادۍ د ورځې په نوم په دې ورځ هر کال په دودیز ډول د بېلاروس د مستبد ولسمشر السکاند لوکا شینکو مخالفین لاریونونه ترسره کوي. د ویانسا په نوم د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې شاوخوا ۳۰ مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

Mashaalradio.com 

"د اتلسم اییني بدلون ختمول امکان نه لري"

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې ګوند به یې د اتلسم اییني بدلون د ختمولو مخه نیسي. نوموړي دغه څرګندونې د خالي په ورځ په بنو کې د یوې جلسې پرمهال وکړې.

Mashaalradio.com 

یوه لوبه دوه بریاوې

لومړۍ بریا د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو اتلولي ده او دویمه په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو سل ویکټو ترلاسه کول. د یکشنبې ورځې په لوبه کې تر ټولو بل غوره ریکارډ هم د افغان بالر راشد خان له خوا ټینګ شو. هغه په ۴۴ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو په اخیستلو بریالی شو.

Mashaalradio.com 

په هرات کې د اهل تشیع پر جومات برید شوی

د افغانستان په هرات کې وسله والو د اهل تشیع پر جومات برید کړی دی چې پکې یو کس وژل شوی او اته ژوبل دي. رویټرز خبري اژانس وايي، اسلامي دولت ډلې د دې حملې ذمه واري منلې. په دې اړه د اژانس ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کاتالونیا پخواني مشر کارلس پوجدمون د جرمني پولیسو توقیف کړی

د کاتالونیا د پخواني مشر کارلس پوجدمون مدافع وکیل وایي چې موکل یې د جرمني پولیسو توقیف کړی دی. ژائومی آلونسو کویلیس د ټویټر له لارې په يوه پیغام کې وویل چې پوجدمون له ډنمارکه بلجیم ته په لاره و چې د جرمني سرحد ته له ننوتو سره سم د جرمني پولیسو ونیو. پوجدمون وروسته له هغې له هسپانیې بلجیم ته وتښتېد چې د کاتالونيا سیمه ییز حکومت یې د تېرکال په اکتوبر کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښته یا ریفرانډم ترسره کړ چې په نتیجه کې یې په یو اړخیز ډول له هسپانیې د کاتالونيا د جلا کېدو اعلان وکړ. له هغه مهال راهیسې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول

د یکشنبې په ورځ په خوست کې یوه اندازه نشه يي توکي چې امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې نیولي  او ۶ ټنه  تاریخ تېر درمل او خوراکي شیان چې د ښار او اطرافو له دوکانونو راټول شوي ول، په عام محضر کې وسوځول شول.

Mashaalradio.com 

روسیې طالبانو ته د وسلو ورکولو تور رد کړ

جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ بي بي سي ته په مرکه کې ویلي ول چې روسیه د ترهګرو او نشه يي موادو پر ضد په مبارزه کې د شریکو ګټو باوجود، په افغانستان کې امریکايي هڅې زیانمنوي.

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي: پر ده‎یک ولسوالۍ طالبانو ډله‎ییز برید کړی

د غزني چارواکي د دې ولایت پر ده‎یک ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو د ډله‎ییز برید خبر ورکوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه برید کې چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو یو شمېر نورو سیمو پر امنیتې پوستو وشو، لږ تر لږه درې وسله‎وال او یو پولیس وژل شوي او څو تنه وسله‎وال هم ټپیان شوي دي. د نوري په وینا د وسله‎والو دغو بریدونو د شپې تر دوو بجو دوام وکړ چې سیمې ته له مرکزه د نورو ځواکونو په ورتلو سره په شاه وتمبول شول او اوس سیمه کې وضعیت ارام دی. وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ويلي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې بم چاودنې یو تن وژلی

په هرات کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې ته نن یکشنبه په بم چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان دي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل چې دغه چاودنه نن غرمه د لمانځه د اداکولو په مهال د نبي اکرم پر جومات وشوه. تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخېستی. په هرات کې دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د نوروز په ورځ په کابل کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته نېژدې په ځان وژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخېستی، ۳۳ کسان ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.

Mashaalradio.com 

په فراه کې زرګونه کسان نا امنیو اغېزمن کړي

په دې وروستیو کې فراه ولایت هم د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کیږي. ددغه ولایت د کډوالو چارو رئیس وایي د وروستیو نا امنیو له امله ۲۶۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. نور حال د احمد شاه فطرت په دغه ویډیویي راپور کې. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

په فراه کې نا امنیو زرګونه کسان اغېزمن کړي

په دې وروستیو کې فراه ولایت هم د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کیږي. ددغه ولایت د کډوالو چارو رئیس وایي د وروستیو نا امنیو له امله ۲۶۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. نور حال د احمد شاه فطرت په دغه ویډیویي راپور کې. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

حاجي اغا: په تېرو دوو میاشتو کې د مالوچو ۲۰ کارخانې بندې شوي

د افغانستان د متشبثینو خصوصي ټولنه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د مالوچو شاوخوا ۲۰ کارخانې بندې شوي دي. د دغې اتحاديې رئیس رحم‎الدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کارخانې هغه مهال له سقوط سره مخ شوې چې پاکستان ته د پنبې صادرات بند شول. د نوموړي په خبره دغه موضوع لا تر اوسه د ډيپلوماټیکو لارو نه‎ده هواره شوې چې له امله يې هره ورځ فابریکه لرونکو ته لسګونه زره ډالر زیان اوړي. د ښاغلي حاجي اغا معلوماتول له مخې دغه کارخانې په هلمند، کندهار، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې دي.

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر سوداګر وايي مالونه د حامد کرزي هوايي ډګر په ګمرک کې بند دي

يو شمېر افغان سوداګر په انتقاد سره وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې یې مالونه د حامد کرزي هوايي ډګر په ګمرک کې بند پاتې دي. دغه سوداګر چې شمېر یې ۳۰ کسانو ته رسېږي ګواښ کوي چې که د دوی ستونزه ژر تر ژره هواره نه‎شي نو په لاریون به لاس پورې کړي. د دغو سوداګرو د استازي داوود عثماني په خبره، په دغه مالونو کې د تنباکو محصولات شامل دي. خو د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو يو مکتوب چې ازادي راډیو ته رسېدلې په‎کې راغلي چې د تنباکو په محصولاتو کې باید د خطرونو تصویري او تحریري علایم په رسمي ژبو هک شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راشد خان سل کړه

دغه ځوان افغان توپ اچونکي له ویسټ انډيز سره په ۵۰ اوره سیالۍ کې خپله سلمه ویکټه هم واخیسته او ...

Pa.azadiradio.com 

د کندزیانو د نوروز مېلې او د ابدان سمسوره دښته

د ابدان ښکلې او سمسوره دښته د ۲۵ کیلومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت خلک همدارنګه د نېږدې ولایتونو ګڼ شمېر خلک د تفریح او مېله له پاره دغې دښتې راځي.

Mashaalradio.com 

ننګرهار: په هدفي وژنو تورن درې کسه نيول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفینو د يوې داسې شبکې درې تنه نيولي چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژنې تر سره کولې. د ننګرهار د رسنيو دفتر د یکشنبې پر ورځ د هدفي وژنو په تور د نيول شويو هغو درېوو تنو څخه دوه تنه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول چې د پیسو په بدل کې

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ارزګان په چورې کې ۹ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه د بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۹ وسله وال طالبان او د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او ۱۱ وسله وال طالبان او د ملي اردو ۷ سرتېري ټپيان دي. د چورې ولسوال امین الله خالقي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو چې شمېریې شااوخوا ۱۵۰ تنو ته رسېده، تېره شپه د دغې ولسوالۍ په قلعه راغ سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستې ډله ییز برید وکړ. نوموړی وايي، افغان سرتېرو د وسله والو طالبانو دغه بریدونه په شاتمبولي او د وسله والو... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *