یوه لوبه دوه بریاوې
لومړۍ بریا د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو اتلولي ده او دویمه په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو سل ویکټو ترلاسه کول. د یکشنبې ورځې په لوبه کې تر ټولو بل غوره ریکارډ هم د افغان بالر راشد خان له خوا ټینګ شو. هغه په ۴۴ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو په اخیستلو بریالی شو.