په خوست کې نشه يي توکي او تاریخ تېره درمل وسوځول شول
د یکشنبې په ورځ په خوست کې یوه اندازه نشه يي توکي چې امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې نیولي او ۶ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي شیان چې د ښار او اطرافو له دوکانونو راټول شوي ول، په عام محضر کې وسوځول شول.