چارواکي: په ارزګان کې ۷ طالب وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوی نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه بریدونه تېره ورځ د خاص ارزګان ولسوالۍ په چهار اسیاب سیمه کې د «اې-۲۹» ډوله طیارو یا سوپر ټوکانو لهخوا تر سره شوي چې پهکې د طالب وسلهوالو یو مهم پټنځای هم بشپړ ویجاړ شوی دی.
وسلهوالو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.