Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 03.04.2018

Mashaalradio.com 

لوګر: سږکال د کلیو پراختیا اداره د ۱۴۲۲ میلیونه افغانیو پروژې پلي کوي

د لوګر د کلیو د پراختیا ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال د یادې ادارې په چوکاټ کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو د کانالونو د پروژو د پلي کیدو او د څښاک اوبو د څاه ګانو د جوړولو لپاره ۱۴۲۲ میلیونه افغانی بودجه ورکړل شوې ده.

Mashaalradio.com 

ننګرهار: د سيمه يیزو شوراګانو لپاره قانون جوړېږي

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سيمه ييزو شوراګانو د چارو د سمون رياست، د ختيځو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي د اړوندو دولتي ادارو مسوولینو ته جلال اباد ته د يوه ورځيني سيمينار په ترڅ کې د سیمه ييزو شوراګانو د قانون د مسودې لپاره د هغوی مشورې او نظریات راټول کړل.

Pa.azadiradio.com 

"م. م": نړیواله ټولنه دې د یمن لپاره ۲.۹۶ میلیارده ډالر راغونډ کړي

ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له یمن سره د بشري مرستو لپاره ۲.۹۶ میلیارده ډالر غونډ کړي. ملګرو ملتونو ویلي چې پر دې پیسو به له یمنیانو سره بېړنۍ بشري مرستې وشي. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشی، انتونیو ګوترش نن په جنوا کې د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو د استازو غونډې ته وویل چې یمن له مصیبته په ډک حالت کې دی. یمن د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د پلویانو چې سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف‌یې ملاتړ کوي او د حوثي ملېشه ډلو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په لانجه کې ښکېل دی. راپورونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د کرکټ لوبغالی

د کندهار په عینو مېنه کې د کرکټ دغه لوبغالی د هند په مرسته د شاوخوا اووه لکو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی. په دې اړه نور معلومات په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ. ویډیو: صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

یوناما د کندز پېښې څېړنه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما وايي چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ولسي تلفاتو په اړه راپورونو ته په جدي کتنه لګیا دي.

Mashaalradio.com 

بلوچستان حکومت د معذورانو حقونو خوندي کولو ژمنه کړې

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو ویلي دي چې صوبايي حکومت په صوبه کې د معذورانو حقوقو خوندیتوب لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي او اغېزې به یې ژر ښکاره شي. نوموړي وویل حکومت غواړي چې معذوران هم په ټولنه کي ښه ژوند تېر کړي. اعلا وزیر دا خبره د دوشنبې ورځ په کوټه کې پر احتجاج ناستو معذورانو ته په خپله وینا کې کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د یوه معتاد د وژلو په تور د مخدره موادو پلورونکی نیول شوی

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې نن تر غرمې وروسته پولیسو د یوه ځوان د جسد تر موندلو وروسته سیمه کې پلټنې پیل کړې چې ورسره سم‌یې د وژل شوي ځوان په تور یو تن نیولی. به ترینکوټ کې د لومړۍ حوزې امر نظر محمد په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د خیرو کارېز سیمه کې د یوه ځوان د جسد په اړوند معلومات ترلاسه کړه چې زندۍ شوی او یا هم په کومه بله طریقه وژل شوی. د حوزې امر وايي په سیمه کې جسد د نشه‌یي توکو د یوه پلورونکي د کور مخې ته پروت وو چې هلته‌یې د نشه‌یي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د غاټول ګل مشاعره

د پښتو ادبي غورزنګ لخوا د دوشنبې ورځ په ګوټه کې د غاټول ګل په نوم یوه مشاعره وشوه چې پکې یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو ګډون ګړي وو. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د هنډبال ښځینه افغان لوبډله د سوېلي اسیا لوبو نیمه پای‌لوبې ته ووته

د افغانستان د ښځینه هنډبال ملي لوبډله نیپال ته په ماتې ورکولو سره د سوېلي اسیا د هنډبال سیالیو نیمه پای‌لوبې ته ووته. د افغانستان د هنډبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان ښځینه هنډبال لوبډلې د نیپال لوبډلې ته په يوه اړخیزه لوبه کې ۱۱ د ۴ په وړاندې ماته ورکړه. د سوېلي اسیا پنځم پړاو هنډبال سیالیو کې چې په هند کې روانې دي، د افغانستان سربېره د بوتان، نیپال، بنګله‌دېش او هندوستان ښځينه هنډبال لوبډلې ګډون لري. د سوېلي اسیا ښځينه هنډبال سیالیو په لړ کې افغان ښځینه لوبډلې له نیپال نه وړاندې بوتان ته هم ماته ورکړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې ۷ طالب وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د وسله‌والو طالبانو د یوه سیمه‌ییز قوماندان ملا عزت‌الله ډلې ۳ طالب جنګیالي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوی نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه بریدونه تېره ورځ د خاص ارزګان ولسوالۍ په چهار اسیاب سیمه کې د «اې-۲۹» ډوله طیارو یا سوپر ټوکانو له‌خوا تر سره شوي چې په‌کې د طالب وسله‌والو یو مهم پټن‌ځای هم بشپړ ویجاړ شوی دی. وسله‌والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *