په امریکا کې پر زده کوونکو پر برید کوونکي د قتل د اولې درجې تور دی
د چارواکو په وینا، دیمیتریوس پاګورتیس د جمعې په ورځ په تکزاس کې د سانتا فې ښوونځي یوه ټولګي ته ورننوتی او پر زده کوونکو یې ډزې کړي چې ۱۰ تنه په کې وژل شوي دي.
په وژل شویو زده کوونکو کې یوه پاکستانۍ نجلۍ هم وه چې د لنډې تعلیمي دورې لپاره تکزاس ته تللې وه.
د پولیسو په وینا، که چېرې حمله کوونکی مجرم وپېژندل شي، د مرګ حکم ورباندې کېدلای شي.
په حمله کې ۱۰ تنه زخمیان شوي هم دي.