Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2018

Новости за 20.05.2018

Pa.azadiradio.com 

اردوغان په سراییو کې په یوه انتخاباتي کمپاین کې ګډون کوي

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سراییو کې د انتخاباتي کمپاین په یوه لاریون کې چې هدف یې په بهر کې مېشت ترکان دي ګډون وکړي. له دې مخکې د اروپایي ټولنې یوشمېر غړیو په خپلو هېوادونو کې هغه ته د ورته غونډو جوړولو اجازه نه وه ورکړې. په سراییو کې نننی لاریون په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د جون پر ۲۴ د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات ترسره شي. د اروپایي ټولنې او د ترکيې ترمنځ تېر کال کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې ډېرو هېوادونو د ترکیې حکومت ته اجازه ورنه کړه چې د ټولپوښتنې یا ریفرانډم لپاره د دوی په خاورو کې لاریونه تنظیم کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویسا: د فراه جګړه د اوبو جګړه ده

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغان چارواکو په هغو څرګندونو تبصرې کړې دي چې تېره ورځ يې د فراه ولایت...

Pa.azadiradio.com 

د خوست د موسی خېلو اوسېدونکو د نجونو تعلیم جبري کړ

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې چې د خپلو نجونو د زده کړو مخه به نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي. د منګلو مشران وايي چې د زامنو په شان يې د لوڼو تعلیم هم ارزښت لري، ځکه هغوی باید خپلو خویندو او میندو ته په هره برخه کې د خدمت کولو جوګه شي. د منګلو د قوم یاده جرګه چې د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه شوې وه، د نجونو د جبري زده کړو په پرېکړه لیک کې قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې وروستیو بارانونو زیات مالي زیانونه اړولي

د نورستان اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو بارانونو زیات مالي زیانونه اړولي دي. دوی وایي، وروستیو اورښتونو او سیلابونه په دغه ولایت کې سړکونه، سربندونه، ویالې او د پاکو اوبو رسولو پایپ سکیمونه ویجاړ کړي او همدا راز يې کښتونه هم زیانمن کړي دي. دوي له حکومت غواړي چې ویجاړو شوو سرکونو ،پايپ سکیمونو ،ویالو او سربندونو په بیا رغولو کې ورسره پوره مرسته وکړې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د شنبې په مازیګر ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل: "د رارسېدلو راپورونو له مخې، د منډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په جنوبي ښار زاربروخن کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

د جرمني پولیس وايي چې د هغه هېواد په جنوبي ښار زاربروخن کې دوه تنه په ډزو کې وژل شوي او پولیسو یو مشکوک وګړی نیولی دی. د جرمني د پولیسو یوه ویاند پرون شنبه وویل چې مشکوک او دواړه قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي. سیمه یېزو رسنیو ویلي چې د «Brebach-Fechingen» په سیمه کې یوه سړي، له تفکیک پرته پر خلکو ډزې کولې، خو پولیسو دا خبر نه دی تائید کړی.

Pa.azadiradio.com 

سامال یسلیامووا د تر ټولو غوره ښځینه هنرمندې جایزه ترلاسه کړه

د قزاقستان هنرمندې سامال یسلیامووا د کن د فلمونو په فیسټیوال کې د تر ټولو غوره ښځینه هنرمندې جایزه ترلاسه کړه. سامال یسلیامووا ۳۳ کلنه ده. د تر ټولو غوره فلم لیکنې جایزه د ایراني فلم جوړونکي، جعفر پناهي او ایټالوي فلم جوړونکي، الیس روهرواکر ته ورکړل شوه. د ایران حکومت پر پناهي له هغه هېواده د وتلو بندیز لګولی، نو له دې امله ونه توانېد چې پرون شنبه د کن د فلمونو په فیسټیوال کې ګډون وکړي یا خپله جایزه ترلاسه کړي. د فرانسې په کن ښار کې د فلمونو په دې معتبر فیسټیوال کې یوشمېر روسي، جاپاني او پولنډي فلم جوړونکو ته هم جاېزې ورکړل شوې.

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې پر زده کوونکو پر برید کوونکي د قتل د اولې درجې تور دی

د امریکا په تکزاس ایالت کې یو ۱۷ کلن ځوان د ښوونځي پر زده کوونکو د ډزو له امله، د اولې درجې قتل تور پورې شوی او له ظمانته پرته، توقیف شوی دی. د چارواکو په وینا، دیمیتریوس پاګورتیس د جمعې په ورځ په تکزاس کې د سانتا فې ښوونځي یوه ټولګي ته ورننوتی او پر زده کوونکو یې ډزې کړي چې ۱۰ تنه په کې وژل شوي دي. په وژل شویو زده کوونکو کې یوه پاکستانۍ نجلۍ هم وه چې د لنډې تعلیمي دورې لپاره تکزاس ته تللې وه. د پولیسو په وینا، که چېرې حمله کوونکی مجرم وپېژندل شي، د مرګ حکم ورباندې کېدلای شي. په حمله کې ۱۰ تنه زخمیان شوي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پولیسو پر یوې کلیسا څلور حمله کوونکي وسله وال ووژل

د روسیې پولیسو څلور وسله وال سړي چې پر یوه کلیسا یې حمله کړې وه، ووژل. ویل کېږي چې دې کسانو د روسیې په چېچن جمهوریت کې چې اکثر خلک یې مسلمانان دي، د ارتدکس مسیحیانو پر یوه کلیسا حمله کړې وه. د روسیې د تحقیقاتو کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې پرون شنبه په پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه تنه زخمیان دي. په حمله کې یو ملکي وګړی چې کلیسا ته د عبادت لپاره تللی و، وژل شوی او یو بل زخمي دی. د روسیې پولیسو ویلي چې له حمله کوونکو سره چړې او وسلې وې.

Pa.azadiradio.com 

صلاح الدین رباني ختیځ بیت المقدس د فلسطین برخه ګڼي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وایي چې ختیځ بیت المقدس د فلسطین د خاورې برخه ګڼي او د اسرائيل او فلسطین د لانجې د حل لپاره د دوو خپلواکو دولتونو تشکیل، ټر ټولو غوره لار بولي. رباني پرون شنبه د اسلامي همکارۍ د سازمان د مشرانو په فوق العاعده غونډه کې چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ پر وروستۍ لانجه د بحث لپاره جوړه شوې وه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله، صلاح الدین رباني په غزه کې پر اعتراض کوونکو د اسرائیلي ځواکونو وروستۍ حمله په کلکه غندلې ده. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *