په جوزجان کې د ولسي پاڅون والو ۳ غړي په يوه کمين کې وژل شوي
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن یکشنبې ازادي راډيو ته وويل، دغه درې پاڅون وال تېره شپه د اقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمه بوخت وو چې د دولت د وسله والو مخالفینو پر کمين وربرابرل شول.
غفوري وايي، د دواړو لوريو په وسله والو نښته کې درې پاڅون وال وژل شوي او يو تن يې تر اوسه لادرکه دى.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.