Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 27.05.2018

Pa.azadiradio.com 

IPL: حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د لوبې ډګر ته ځي

د هندوستان د «IPL» یوولسو پړاوو سیالیو په پایلوبه کې نن شپه حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلو له‎پاره د لوبې ډګر ته ځي. د دواړو لوبډلو مشرانو په يوه خبري ناسته کې د پایلوبې لپاره د بشپړ چمتووالي او ښو امادګیو خبره کړې او ویلي یې دي چې مینه‎وال به د يوې په زړه پورې لوبې شاهدان وي. د حیدراباد لوبډلې روزنکي او لوبډل‎مشر د اتلولۍ ګټلو لپاره د راشد خان رول مهم او کلیدي بللی دی، خو د چنای ډېره تکیه به په لوبډل‎مشر «اېم.اېس ډهوني» وي. د هندوستان د غوره‎لیګ سیالیو په تېرو لسو پړاوونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو پولیس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د بریدونو په نتیجه کې یو پولیس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي. د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان لالي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو چې شمېر یې شااوخوا۱۵۰ تنو ته رسېده او په پرمختللو وسلو هم سمبال وو، تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند په سنګ شیخ سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر مېشتو امنیتي پوستو برید وکړ. نوموړی وايي، وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه يې په اړه کره معلومات نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

په زابل کې د ملي اردو چارواکي په پوځي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي. د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي ویل شوي چي د ملي اردو ځواکونو د زابل د دايچوپان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو پر ضد د نصرت په نوم پوځي عمليات ترسره کړي چې پکې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملياتو کې د وسله والو د ۹ کړیو ماینونو د شنډولو خبر هم ورکړی دی. د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې ۶ وسله وال وژل شوي

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دې ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د خړو په سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۶ وسله وال وژل شوي دي. د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید د کشفي معلوماتو پر بنسټ د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواکونو له لورې شوی دی. ښاغلي تبسم په برید کې د وژل شویو کسانو په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو دومره یې وویل چې په سید کرم، کوسین او یوشمېر نورو نېږدې سیمو کې د وسله والو طالبانو ډلې فعالې دي چې اکثره وختونه پرې هوایي بریدونه کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د ولسي پاڅون والو ۳ غړي په يوه کمين کې وژل شوي

په جوزجان ولايت کې د ولسي پاڅون ووالو درې غړي په يوه کمين کې وژل شوي دي.  د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن یکشنبې ازادي راډيو ته وويل، دغه درې پاڅون وال تېره شپه د اقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمه بوخت وو چې د دولت د وسله والو مخالفینو پر کمين وربرابرل شول.  غفوري وايي، د دواړو لوريو په وسله والو نښته کې درې پاڅون وال وژل شوي او يو تن يې تر اوسه لادرکه دى.  د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

فارياب: شيرين تګاب او خواجه سبزپوش کې تر ۱۰ زيات طالبان وژل شوي

د فارياب ولايت امنيه قوماندان وايي، په شيرين تګاب او خواجه سبزپوش ولسواليو کې د پوځي عملياتو له کبله تر لسو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.  پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، د وژل شوېو وسله والو طالبانو ١٣ ته رسېږي چې د هغوى دوه مهم پوځي مشران هم په کې شامل دي:  "د افغانستان د دښمنان دوه وتلي قوماندان چې يو مولوي ګلستان نومېږي او د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى و، دى په سيمه کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسيون مشر و، بل يې مولوي منصور نومېږي چې په جلالي مشهور و او د طالبانو د عُشر او زکات د کمېسيون مشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي، لا هم د سینګاپور د سرمشريزې جوړېدو ته په تمه ده

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، لا هم د هغې سرمشريزې جوړېدو ته تمه لري چې په سينګاپور کې د شمالي کوريا له رهبر کيم جونګ اون سره د جون مياشتې پر ١٢مه پام کې ده. دا په‎داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ څو ورځې مخکې د شمالي کوريا له رهبر سره د تاريخي کتنې د لغوه کېدو اعلان کړى و. د امريکا ولسمشر ټرمپ پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په سپينه ماڼۍ کې وويل: "له شمالي کوريا سره مو د هغې سرمشريزې پر شرايطو ښه پرمختګونه کړي او کارونه ښه مخ ته روان دي او د جون پر ١٢مه په سينګاپور کې هغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اردوغان: ترکانو! خپل ډالر او يورو په «لېره» تبادله کړئ

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له ترکانو غوښتنه وکړه چې خپل ډالر او يورو دې په لېره يا د ترکيې په پولي واحد تبادله کړي. د دې کار هدف د ده په خبره د اسعارو د تبادلې د بهرنيو توطئو په وړاندې د لېرې د ارزښت لوړول دي. اردوغان پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په ختيځ ښار ارز-روم کې د خلکو يوې لويې ډلې ته په خبرو کې وويل: "هغو وروڼو چې تر خپلو بالښتونو لاندې ډالر يا يورو لرئ، لاړ شئ او خپلې پيسې په لېرې تبادله کړئ. موږ به دا توطئه په ګډه شنډوو." دا وينا د ترکيې د پارلماني او ولسمشرۍ انتخاباتو په لړ کې د انتخاباتي غونډو يوه برخه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه او جاپان ژمن دي چې پر يوه تړون به د سلاکېدو هڅې چټکې کړي

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين او د جاپان صدراعظم شينزو ابه ژمنه وکړه چې د دوهمې نړيوالې جګړې د سولې پر يوه تړون د سلا کېدو لپاره به خپلې هڅې چټکې کړي. دوى دغه راز د هغو ټاپوګانو پرسر د لانجې د ختمولو لپاره پر يوه موافقه د سلا کېدو ژمنه هم وکړه، دواړه هېوادونو ورباندې دعوه لري. پوتين د جاپان له صدراعظم سره تر خبرو وروسته پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په مسکو کې يوه کنفرانس کې وويل: "زموږ په باور د داسې حل‎لارې موندل مهم دي چې د روسيې او جاپان ګټې تضمينوي او د دواړو هېوادونو ملتونو ته د منلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې سېلابونو خلکو ته مالي تاوانه اړولي

په بغلان ولايت کې له تېرماښام راهيسې سېلابونو خلکو ته مالي تاوانه اړولي دي.  حکومتي مسؤلين وايي، د «ده صلاح» ولسوالۍ په ځينو برخو کې دغو سېلابونو په لسګونو دکانونه او څه باندې ٢٠ کورونه تخريب کړي دي.  د «ده صلاح» ولسوال فيض محمد اميري وايي، دغو سېلابونو چا ته د سر زيان نه دى اړولى، خو خلک يې په مالي لحاظ ډېر زيانمن کړي دي.  د ازادي راډيو خبريال وايي، په وروستيو ورځو کې په بغلان کې سختو ورښتونو او سېلابونو تر اوسه شا و خوا ١٠٠٠ کورونه تخريب کړي او ٨ کسان يې مړه کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال ليګ: رئال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال د اتلوليو د ليګ يا چمپينزليګ په پايلوبه کې رئال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه.  دغه مسابقه تېره شپه درې د يو ګول په مقابل کې د رئال مادرېد په بريا پاى ته ورسېده. ګرت بېل «Gareth Bale» په دوهمه نيمايي کې د سيالې لوبډلې ګول ته دوه توپوه وويشتل. دغه مسابقه چې په نړۍ کې په میليونونو کسانو د ټلوېزيونونو له لارې وکتله، د اوکراين په پلازمېنه کيف کې وشوه.  دا په تېرو ١١ کلونو کې اول وار و چې ليورپول ټيم پايلوبې ته ووت.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال ليګ: ريال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال د اتلوليو د ليګ يا چمپينزليګ په پايلوبه کې ريال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه.  دغه مسابقه تېره شپه درې د يو ګول په مقابل کې د ريال مادريد په بريا پاى ته ورسېده. ګرت بېل «Gareth Bale» په دوهمه نيمايي کې د سيالې لوبډلې ګول ته دوه توپوه وويشتل. دغه مسابقه چې په نړۍ کې په میليونونو کسانو د ټلوېزيونونو له لارې وکتله، د اوکراين په پلازمېنه کيف کې وشوه.  دا په تېرو ١١ کلونو کې اول وار و چې ليورپول ټيم پايلوبې ته ووت.

Pa.azadiradio.com 

رودوال: په غزني کې به د رأی ورکوونکو مرکزونه ژر پرانېستل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په غزني کې د رأی ورکوونکو او کاندیدانو د ثبت لپاره به ډېر ژر انتخاباتي مرکزونه پرانېستل شي. په افغانستان کې د جوزا په پينځمه نېټه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نومونو د ثبت بهیر پېل شو. دا لړۍ به د جوزا تر ۲۲مې ڼېټې جاري وي. خو رپوټونه وايي چې په غزني کې هېڅ انتخاباتي مرکز نه‌دی پرانېستل شوی. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سیمه‌ييز مشر، اول الرحمن رودوال پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتمر پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي او سرحدي مسئلو خبرې کوي

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن یکشنبه«۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» پاکستان ته ځي او له پاکستاني لوري سره پر ګډو امنیتي ستونزو او سرحدي مسئلو خبرې کوي. د ارګ خبرپاڼه وايي چې ښاغلي اتمر د پاکستان د صدراعظم په بلنه، د یوه لوړ رتبه سیاسي او پوځي پلاوي په مشرۍ، اسلام اباد ته روان دی. ​په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان صدراعظم د افغانستان له ولسمشره رسماً، د خبرو لپاره د یوه لوړ رتبه امنیتي پلاوي د ور استولو غوښتنه کړې وه. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، اتمر به د پاکستان له لوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د پوهنتونو یو استاد سُنيانو ته د سپکاوي په تور نیول شوی

د ایران خبري رسنۍ وايي چې د ازاد پوهنتون د فارسي ادبیاتو د پوهنځي یو استاد د سُني مسلمانانو د سپکاوي په تور نیول شوی دی. د ایران رسنیو د هغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت د څارنوال، علي مؤحد ایراد په حواله لیکلي چې د هغه ایالت په مرکز زاهدان کې د ازاد پوهنتون یو استاد د جمعې په ورځ ونیول شو. مؤحد ایراد ویلي چې نیول شوي وګړي، په یوه ویډيو کې په ایران کې د اتحاد پرضد خبرې کړې وې. په زاهدان کې د ازاد پوهنتون یو شمېر محصلینو د دې ويډیو تر خپرېدو وروسته، اعتراضي لاریون هم کړی و. د ایران په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نازنین زاغري به د نویو امنیتي تورونو له امله، بیا محاکمه شي

ایراني الاصله بریتانوۍ مېرمن، نازنین زاغري-راتکلیف به د نویو امنیتي تورونو له امله، بیا محاکمه شي. دا خبره د تهران د انقلابي محکمې د مشر، موسی غضنفرابادي په حواله خپور شوی دی. نازنین زاغري-راتکلیف د ټامسن رويټرز له بنسټ سره کار کاوه او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تهران په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شوه. هغه د ایران د حکومت پر ضد د دسیسې جوړولو په تور محاکمه، په پینځه کاله بند محکومه شوه او اوس مهال په زندان کې ده. د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون ویلي چې تېرکال يې ایران ته په سفر کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هند کې یو ډاکټر مسکینانو ته وړیا طبي مرستې کوي

د هند په پونه ښار کې یو ډاکټر هغو خلکو ته چې مسکینان دي، وړیا طبي مرستې کوي، څو هغوی له خیر ټولولو لاس واخلي. ډاکټر ابیجیت سوناوني د رویټرز خبري اژانس ته پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» وویل چې په جوماتونو او معبدونو ګرځي او هغه دروېزګر چې ډاکټر ته د تګ توان نه‌لري، معالجه کوي. ډاکټر ابیجیت سوناوني وايي:  "زما اصلي هدف طبي مرسته نه‌ده ، دا کار د هغوی زړونو ته د لار پېدا کولو لپاره کوم، زما په باور هغوی باید کار وکړي او له دروېزې لاس واخلي." د رویټرز خبري اژانس په حواله، په هند کې ډېر دروېزګر... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *