د اروپا د فوټبال ليګ: ريال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه
دغه مسابقه تېره شپه درې د يو ګول په مقابل کې د ريال مادريد په بريا پاى ته ورسېده.
ګرت بېل «Gareth Bale» په دوهمه نيمايي کې د سيالې لوبډلې ګول ته دوه توپوه وويشتل.
دغه مسابقه چې په نړۍ کې په میليونونو کسانو د ټلوېزيونونو له لارې وکتله، د اوکراين په پلازمېنه کيف کې وشوه.
دا په تېرو ١١ کلونو کې اول وار و چې ليورپول ټيم پايلوبې ته ووت.