IPL: حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د لوبې ډګر ته ځي
د دواړو لوبډلو مشرانو په يوه خبري ناسته کې د پایلوبې لپاره د بشپړ چمتووالي او ښو امادګیو خبره کړې او ویلي یې دي چې مینهوال به د يوې په زړه پورې لوبې شاهدان وي.
د حیدراباد لوبډلې روزنکي او لوبډلمشر د اتلولۍ ګټلو لپاره د راشد خان رول مهم او کلیدي بللی دی، خو د چنای ډېره تکیه به په لوبډلمشر «اېم.اېس ډهوني» وي.
د هندوستان د غورهلیګ سیالیو په تېرو لسو پړاوونو کې چنای سوپرکېنګز لوبډلې دوه ځلي او حیدراباد بیا يو ځل اتلولي خپله کړې.