د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو پولیس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي
د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان لالي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو چې شمېر یې شااوخوا۱۵۰ تنو ته رسېده او په پرمختللو وسلو هم سمبال وو، تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند په سنګ شیخ سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر مېشتو امنیتي پوستو برید وکړ.
نوموړی وايي، وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه يې په اړه کره معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.