لاهور کې اورښت او سېلاوونو ژوند په ټپه درولی
د جولای پر درېیمه د پنجاب په مرکز لاهور کې د زیات اورښت له کبله پر سړکونو او کوڅو اوبه ودرېدې او سېلاو راغی. تر ساعتونو پورې لارې تړلې وې او ګڼ ګاډي او خلک بند پاتې ول. د باران او سېلاو له کبله ځېنې جوړښتونه هم تاواني شول. د پنجاب نګران اعلا وزیر ځپلو سیمو ته ورغی او د تاوان جاج یې واخیست. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.