Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 04.07.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د امريکا دفاع وزارت وايي: په افغانستان کې په تېر ژمي کې د ملکيانو تلفات زياتوالی ښيي. د ايران ولسمشر حسن روحاني اتريش ته رسېدلی دی. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د طالبانو یوه اووه کسیزه ډله نیول شوې

د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسله والو طالبانو د اووه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی. د کندهار د والي ویاند داوود احمدي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د تخریبي فعالیتونو له کبله ترتعقیب لاندې وه چې تېره ورځ ونیول شول:  "د کندهار د ملي امنیت ریاست کشفي منسوبینو د طالبانو اړوند هغه اووه تنه چې په بېلابېلو ولسوالیو او سړکونو کې د ماینونو په ایښودلو او نورو تخریبي فعالیتونو مشکوک و، تعقیب او بلاخره نیولي دي." ښاغلی احمدي وایي، دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې ۲۴وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان چارواکو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۴۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ. په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لوا ویاند جان خان نصرتي ازادي راډيو ته وویل دغه مرګ ژوبله د افغان ګډو ځواکونو لخوا د عملیاتو په نتیجه کې اوښتې ده: "د خاص ارزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې کماندو او هوایې ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶ ټپیان دي، دغه راز د دهراود او ترینکوټ ترمنځ لاره کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي." ښاغلی نصرتي وایي، د دهراود -ترینکوټ ترمنځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي په لوګر کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی

راپورونه وایي، په لوګر کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان وژل شوی دی. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي ویلي چې د طالبانو دغه قوماندان اسدالله نومېده چې په معتصم مشهور وو او غوښتل یې د چاودېدونکو موادو ډک موټر سایکل مرکز پل علم ته انتقال کړي. د ښاغلي احمدزي په خبره د همدې موادو د چاودلو په نتیجه کې اسدالله له دوو ساتونکو سره یې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.   طالبانو تر اوسه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

د فټبال خوشالۍ او خفګان

د پرونيو لوبو له پای ته رسېدو سره کوارټر فاينل ته وتونکي ټيمونه مشخص شول. په دغه راپور کې هغه شېبې وينئ چې د پرون ماښام د فټبال سیالیو وروسته د لوبې مينه والو هم خوښي څرګنده کړه او هم يې اوښکې وبهولې.

Mashaalradio.com 

لاهور کې ورښت او سېلاوونو ژوند په ټپه درولی

د جولای پر درېمه د پنجاب په مرکز لاهور کې د ګڼو بارانونو له کبله پر سړکونو او کوڅو اوبه درېدلې او سېلاونه راغلي دي. تر ساعتونو پورې لارې تړلې وې او ګڼ ګاډي او خلک بند پاتې ول. د باران او سېلاو له کبله ځینې بسټیز جوړښتونه هم تاواني شول. د پنجاب نګران اعلا وزیر ځپلو سیمو ته ورغلی او د تاوان جاج یې واخیست. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

لاهور کې اورښت او سېلاوونو ژوند په ټپه درولی

د جولای پر درېیمه د پنجاب په مرکز لاهور کې د زیات اورښت له کبله پر سړکونو او کوڅو اوبه ودرېدې او سېلاو راغی. تر ساعتونو پورې لارې تړلې وې او ګڼ ګاډي او خلک بند پاتې ول. د باران او سېلاو له کبله ځېنې جوړښتونه هم تاواني شول. د پنجاب نګران اعلا وزیر ځپلو سیمو ته ورغی او د تاوان جاج یې واخیست. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

یوه ځوانه روسۍ نجلۍ تر یوه اعتراض وروسته ونیول شوه

یوه ځوانه روسي نجلۍ د روسیې په سن پټرزبرګ ښار کې د فوټبال د نړیوال جام لوبو ستډیوم ته مخامخ تر یوه اعتراض وروسته ونیول شوه. هغې چې په وینو لړلی کمېس اغوستی و ویل یي چې د خپل هېواد ستونزو ته د خلکو د پام اړولو لپاره یې په‎دې اعتراض لاس پورې کړی دی. ۱۶ لیکا پیترووسکا پرون سې شنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې غوښتل یې په دې توګه وښیې د ټولنې دننه واقعیتونه د هغه څه په مقایسه چې نړۍ ته ښودل شوي، دومره ښه نه‎دي. روسیه هڅه کوي د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام لوبو په کوربه‎توب خپله تر ټولو ښه څېره نړۍ ته وښیې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په حمص کې د ابوبکر البغدادي یو زوی په جګړو کې وژل شوی

د سوریې په حمص ښار کې د اسلامي دولت ډلې د مشر ابوبکر البغدادي یو زوی په جګړو کې وژل شوی دی. د اعماق په نوم یوې ویب‎پاڼې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې منسوب ده، تېره شپه ناوخته دا اعلان وکړ. دغې ډلي په یوه بیان کې ویلي چې حذیفه البدري د روسانو او نصیریه پر وړاندې عملیاتو کې وژل شوی دی. اسلامي دولت ډلې د علوي مذهبي اقلیت ته چې ولسمشر بشارالاسد هم د همدې اقلیت دی، نصیریه وایي. اټکل دا دی چې اوس مهال د اسلامي دولت ډله د سوریې یوازې شاوخوا درې سلنه سیمه په خپل واک کې لري. امریکایي او عراقي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز په چهاردرې کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات پای ته ورسېدل

په شمال ختيځ زون کې د پامير د شلمې فرقې د چارواکو په وینا چې درې ورځې وړاندې د افغان ګډو ځواکونو ددې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي وو او په بریاسره پای ته ورسېده. په کندز کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د لسم کنډک قوماندان محمد علي احمدي وايي چې په دغه درې ورځنیو عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله والو مخالفين وژل شوي او سربېره پر دې، ۹ کلي هم د دغې ډلې له شتونه پاک شوي دي. دی وایي: "د دې عملیاتو په جریان کې موږ ۹ کلي د دښمن له وجوده پاک کړل او همداراز ۲۱ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې مشاعره وشوه

په اسلام اباد کې د سېشنبې په ورځ یوه مشاعره وشوه چې په کې یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو ګډون ګړي تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د فوټبال نړیوال جام روانې سیالۍ کوارټر فاینل ته ورسېدې

روسیه کې د فوټبال نړیوال جام روانې سیالۍ کوارټر فاینل يا د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته ورسېدې. د فوټبال نړیوال فدراسیون يا فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په ناک اوټ يا ۱۶ غورو لوبډلو په پړاو کې روسیې،  اسپانیې ته، کروشیا، ډنمارک ته،برازیل، مکسیکو ته  اروګوئه، پرتګال ته، بلجیم، جاپان ته، فرانسې، ارجنټاین ته، انګلستان،کلمبیا ته او سویډن، سویزرلنډ ته په ماتې ورکولو سره کوارټر فاینل پړاوو ته لار پیدا کړه. ټاکل شوې چې په کوارټر فاینل پړاوو کې اروګوئه د فرانسې په وړاندې، برازیل د بلجیم، سویډن د انګلستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل او خوست کې د ۶ زونونو د «A» لېست کرکټ سیالۍ پېلېږي

ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په کابل او خوست کې د شپږو زونونو ترمنځ د «A» لېست کرکټ سیالۍ پېل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د ۱۹ کلنو، الف او د کورني کرکټ لوبغاړو ته د لوبېدو موقع ورکړل کېږي. د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د اې لېست سیالیو شپږ لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې په الف ګروپ کې کابل، بند امیر او امو لوبډلې او په ب ګروپ کې مس عینک، سپین غړ او بوست زون لوبډلې شاملې دي. د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷ کال کې په خوست او ننګرهار... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *