په ادلب کې د پراخو عملیاتو پرېکړه لغوه شوه
تهران، دمشق او د سوريې د حکومت مخالفو ډلو د روسیې او ترکيې د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې يې په سوریه کې د یاغيانو تر کنټرول لاندي په اخري ولايت ادلب کې د پراخو عملیاتو پرېکړه لغوه شوه.
د سوريې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ويلي چې د روسیې او ترکيې د ولسمشرانو تر منځ توافق د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په اوولسمه نېټه وشو.
د توافق له مخې به په ادلب کې د حکومتي او ياغي ځواکونو جلا کولو په هدف له نظاميانو پاکه - حايله سيمه رامنځته کړي.
د سوريې د دولتي رسنيو راپور وايي چې دا پرېکړه د دمشق او مسکو د چارواکو تر منځ تر ډېرو بحثونو وروسته وشوه.
سنا خبري اژانس د يوه چارواکي له قوله ويلي چې د سوريې حکومت به د تروريزم پر وړاندې د جګړې او د نظامي عملیاتو له لارې د ټولې سوريې د ازادولو پر خبره ټينګار وکړي.
د سوريې حکومت او متحدان يې روسیې او ايران ډېری وختونه د سوريې د حکومت مخالفان تروريستان بولي.
د سوريې د حکومت مخالفانو د سوريې او ترکیې تر منځ د موافقې هرکلی کړی او د سوريې د مخالفو ډلو د مذاکره کوونکو کمېسيون ويلي چې دا توافق د سيمې د اوسېدونکو ژوند خوندي کوي.