ولسمشر غني له هندي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نوي ډهلي ته ځي
په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په دوه اړخیزو همکاریو او سوداګرۍ د ننیو خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.
په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په دوه اړخیزو همکاریو او سوداګرۍ د ننیو خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.
له سعودي عربستان څخه د مالي مرستو جلبول د پاکستان د نوې صدراعظم ددې سفر مهم هدف دی.
د افغانستان په کندهار ولایت کې یو بل ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سروې خپرونه کې د بشري حقونو مبارزه نایله الطاف میلمنه ده.
د جوزجان په شبرغان ښار کې هغه شل تنه ګونګیان چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي غواړي چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي . دوی سر له اوسه د ازموینې لپاره تیاری نیسي، خو د بې نتیجې کېدو وېره هم ورسره ده. نور په دغه ویډیویي راپور کې چې عالم رحمانیار چمتو کړی. اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي تدابیرو سره سره په کابل ښار کې یو شمېر شعیه ځوانانو هم د محرم ورځې د امنیت په هدف وسلې اخیستي. کورنیو چارو وزارت تېر کال پنځه سوه میله وسلې د مسجدونو مسؤلینو ته ورکړي وې په دې اړه تمیم اخګر ویډیویي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ
د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۵ ماشومان وژل شوي او ۲تنه ټپيان دي. د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل چې نن ماسپښین شااوخوا ۱ بجه د ترینکوټ ښار اړوند ابردي سیمي څخه ورته ۷ ماشومان راوړل شوي پنځو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ ټپيان دي. په سیمه کې عیني شاهدانو او د وژل شو ماشومانو د کورنۍ غړو ازادي راډيو ته وویل چې د هاوان دغه مرمۍ د ملي اردو لخوا نن ماسپښین شااوخوا یوه بجه په کور کې ولګېد. هڅه مو وکړه چې... Читать дальше...
په پکتیا کې د رضاکارو ځوانانو د ملي شبکې د ولایتي دفتر پرانیسیته وشوه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ښاغلي کمال سادات په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې په ټول هېواد کې د رضاکارو ځوانانو د ملي شبکې د جوړولو او د مسؤلیتونو د څرنګوالي په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د دې لپاره چې د حکومت ترڅنګ ځوانانو هم د افغانستان د خلکو خدمت کړی وي، د ځوانو رضاکارو ملي شبکه په ګرد افغانستان کې موږ پرانیسته او دوی به په ښار، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د خلکو لپاره په بېلابیلو اړخونو کې... Читать дальше...
په پاکستان کې وخت په وخت په میډیا د نصاب په کتابونو او یا د سیاسي مشرانو په تقریرونو کې داسې خبرې مخې ته راځي چې د پښتنو د کلتور او ژوند ژواک په اړه ترې منفي تاثر راولاړېږي.
د ازادي راډیو د دې اوونۍ د ځوان فکر خپرونه مو په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا د ښځو د وړتیا لوړولو...
په بلخ ولايت کې د اجرائيه رياست د دوهم مرستيال د وينا پر مهال د ګڼو ډزو له کبله ګډوډي رامنځته شوه. د افغان حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق نن غرمه د مزار شريف د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د رسول الله په جومات کې وينا کوله چې د جومات په شا او خوا کې هوايي ډزې پيل شوې. ځايي امنيتي مسئولانو ازادي راډیو ته په خبرو کې ويلي چې دوی او د ښاغلي محقق خپلو امنیتي مسئولانو د يوه مشکوک کس د احتمالي حملې د تهدید له کبله ډزې کړي. د دوی په وينا دغه کس د امنیتي خبرداريو پروا نه وه کړې خو وروسته تر تحقيقاتو بېرته خوشی شو. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، اوس تر بل هروخت زیات په افغانستان کې د سولې فرصت رامنځته شوی دی...
تهران، دمشق او د سوريې د حکومت مخالفو ډلو د روسیې او ترکيې د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې يې په سوریه کې د یاغيانو تر کنټرول لاندي په اخري ولايت ادلب کې د پراخو عملیاتو پرېکړه لغوه شوه. د سوريې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ويلي چې د روسیې او ترکيې د ولسمشرانو تر منځ توافق د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په اوولسمه نېټه وشو. د توافق له مخې به په ادلب کې د حکومتي او ياغي ځواکونو جلا کولو په هدف له نظاميانو پاکه - حايله سيمه رامنځته کړي. د سوريې د دولتي رسنيو راپور وايي چې دا پرېکړه د دمشق او مسکو د چارواکو تر منځ تر ډېرو بحثونو وروسته وشوه. Читать дальше...
په اسیا جام کې له سریلنکا څخه د بازۍ ګټلو وروسته له مطبوعاتو سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمت شاه خبرې کړې.
د افغانستان بانک رئيس پر ایران د امریکا وروستي بندیزونه او دغه هېواد ته د ډالرو قاچاق په افغانستان کې د ډالرو د بیو د ...
د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، که د انتخاباتو اړوند غوښتنې يې ونهمنل شي، نو لوی مدني حرکتونه به پیل کړي. وروسته له ...
ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په غور ولایت کې په دوو ګرپونو کې ۱۶ ټیمونو ترمنځ د فوټبال غور لیګ سیالۍ پيل شي. د دغه ولایت د ورزشي څانګې مسوول امیر محمد غوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په الف ګروپ کې به د مرکز اته ټیمونه او په بې ګروپ کې به د ولسوالیو ۸ ټیمونه خپلو کې سیالۍ وکړي. د غوري په خبره دغه سیالۍ د سولې د اوونۍ لمانځلو په هدف ترسره کېږي.
د کرکټ د اسیا کپ سیاليو په څلورمه لوبه کې نن سې شنبه هانګ کانک د هندوستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. هانګ له دې وړاندې په پاکستان هم لوبه بایللې ده او که دا سیالۍ په هندوستان وبایلي نو له سیالیو بهر کېږي. د دغه سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې افغانستان بیا د سریلانکا په وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه. پچه افغانستان وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته۲۵۰ منډې هدف ورکړ. په منډه جوړونکو کې رحمت شاه تر نورو ډېرې ۷۲ منډې وکړې،... Читать дальше...
صفیه وزیر هغه افغانه الاصله امریکایۍ ښځه ده چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پرمهال له وطنه کډوالۍ...
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي په افغانستان کې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې د ...
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، د قزاقستان حکومت د سخت دريځۍ له تعبيره په خطرناکه توګه په استفاده سلګونه کسان په بند محکوموي. نن د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه نېټه دغه راپور خپور شو. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ويلي چې ځيني مشکوک کسان د چارواکو لهخوا د ممنوع اعلان شويو وېډيوګانو، خپرو شویو پاڼو، او کتابونو په لرلو له درېیو تر ۱۰ کلونو بند محکوم شوي دي که څه هم دوی دا مواد نورو کسانو ته نهدي انتقال کړي او نهیې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی. راپور وايي چې يوازې په يو شمېر موادو خلک... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي، دغه هېواد له ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسې په تر ټولو ښه موقف کې دی چې له طالبانو سره د سولې په خاطر د خبرو پروسه پیل کړي. خو تداميچي ياماموتو چې پرونیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې خبرداری ورکړ چې د سولې توافق ته د رسېدو لاره ستونزمنه ده، خو په دې اړه بايد لېوالتيا دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وويل هيلهمن دی چې د افغان حکومت هڅو ته طالبان ورته غبرګون وښيي. ده زیاته کړه چې اړتيا ده د سيمې هېوادونه او نور ښکېل هېوادونه هم دا هڅې پياوړې کړي. Читать дальше...
روسیې په سوریه کې د خپلې یوې پوځي الوتکې د سقوط له کبله اسرائیل ګرم بللی دی. د روسیې دفاع وزارت نن سې شنبه په ...
د افغان ولسمشر دوهم مرستيال وايي، د انتخاباتو د کمېسيون د دفترونو تړل د افغانانو له اساسي حقونو سرغړونه ده. ښاغلي سرور دانش نن په کابل کې د عاشورا په مناسبت په خبرو کې وويل چې داسې کارونه د ډموکراسۍ او د خلکو د ګټو پر وړاندې دي. ده زیاته کړه: "هغه ورځ چې د انتخاباتو او رای ورکولو دروازې د خلکو پر مخ بندې شي، د ژوند ټولې سوله يیزې لارې د خلکو پر مخ بندېږي." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی ملي ايتلاف پلويانو په دې وروستیو کې په يو شمېر ولايتونو کې د انتخاباتو کمېسيون دروازې تړلي. ... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان بهر ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې نن سعودي عربستان ته ولاړ ...