په پکتیا کې د رضاکارو ځوانانو ملي شبکه پرانیستل شوه
په پکتیا کې د رضاکارو ځوانانو د ملي شبکې د ولایتي دفتر پرانیسیته وشوه.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ښاغلي کمال سادات په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې په ټول هېواد کې د رضاکارو ځوانانو د ملي شبکې د جوړولو او د مسؤلیتونو د څرنګوالي په اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د دې لپاره چې د حکومت ترڅنګ ځوانانو هم د افغانستان د خلکو خدمت کړی وي، د ځوانو رضاکارو ملي شبکه په ګرد افغانستان کې موږ پرانیسته او دوی به په ښار، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د خلکو لپاره په بېلابیلو اړخونو کې کارکوي."
سادات زیاتوي چې په پکتیا کې به د دې شبکې د فعالیتونو لومړیتوب د هغو بدو او ناوړو رواجونو په وړاندې رضاکارانه ډول کلکه مبارزه وي چې له امله یې ځوانان او په ځانګړي ډول، نجونې او د هغوی ژوند قرباني کېږي.
په پکتیا کې د دغې رضاکارې ملي شبکې له پرانیستلو وړاندې هم د ګڼ شمېر مدني ټولنو ، دولتي او غیر دولتي ادارو د کارکوونکو له خوا د ښار او چاپېریال ساتنې، د ټولګټو پروګرامونو د عامه پوهاوي په برخو کې رضاکار فعالیتونه تر سره شوي، خو په دوامداره توګه نه دي پاتې شوي.