په پېښور کې د جنرال عبدالرازق او جبار قهرمان غیبي جنازه وشوه
![په پېښور کې د جنرال عبدالرازق او جبار قهرمان غیبي جنازه وشوه](https://gdb.rferl.org/B9D6EF91-BCF3-4F9A-A306-316DA7262588_cx67_cy23_cw21_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوي افغان سیاستوال جبار قهرمان او قوماندان جنرال عبدالرازق غایبانه جنازه وشوه.
دا جنازه د جمعې په ورځ ۲ بجې د پېښور په باچاخان مرکز کې وشوه چې د عوامي نيشنل ګوند چارواکو، پلویانو او په پاکستان کې پر ځینو افغان ډیپلوماتانو سربېره پکې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.
د دغې جنازې تر لمانځه وروسته د عوامي نينشل ګوند مرکزي جنرل سکرټر میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې پر وروستیو ترهګریزو پېښو خواشیني وښوده او ویې ویل چې دا ډول پېښې غندي او دا په افغانستان کې د کېدونکو ټولټاکنو د مخنیوي یوه دسیسه بولي او افغان چارواکي یې وستایل چې په کړکېچنو حالاتو کې هم ټاکنې کوي.
ښاغلي افتخار جبار قهرمان او قوماندان عبدالرازق د "امن شهیدان" او د هغوی وژونکي یې "د امن دښمنان" وبلل او ویې ویل چې د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې په رڼا کې به په پښتون وطن کې د امن لپاره زموږ هڅې روانې وي.
د یادونې وړ ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو په ګډون، د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوه هم دا بریدونه په کلکه غندلي.