ربانی: پاکستان باید د کندهار او هلمند د پیښو عاملین ونیسي
د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتنه کړې چې په کندهار او هلمند کې د وروستیو خونړیو حملو دطراحانو او عاملانو د پېژندلو اونیولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د افغانستان د ولسمشر لوی سلاکار، فاضل فضلي پر ټوېټر لیکلي چې دا غوښتنه حکومت پردې اساس کړې چې د طالبانو رهبري په پاکستان کې ده. فاضل فضلي لیکلي: "دا چې د هلمند او کندهار د بریدونو مسئولیت طالبانو اخیستی او دطالبانو رهبري په پاکستان کې اوسي، نو د دې بريدونو داصلي عاملانو اوطراحانو د پېژندلو او نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. "... Читать дальше...