په هند کی د رېل ګاډي په پېښه کي ۵۰ تنه وژل شوي دي
هندي چارواکي وايي چې د مذهبي مراسمو پرمهال پرون ، جمعه د اکټوبر ۱۹مه، د خلکو یوه ډله چې د اورلوبې سیل یې کاوه، رېل ګاډي وهلې او ۵۰ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه په امرتسر کې شوې ده.
په امرتسر کې د هند د کانګرس ګوند استازي پرتاب سنګ باجوا ویلي چې خلک د رېل ګاډي پرپټلیو د اورلوبې د سیل لپاره را غونډ شوي او پرته له دې چې درېل ګاډي ږغ واوري ، د دٌسهرې مذهبي مراسمو په ترسره کولو لګیا وو.
دٌسهره په هند کې د شیطان د تمثال د سوځولو جشن دی چې خلک اورونه بلوي، پټاقۍ الوزوي او ډولونه وهي.
دا په هند کې د رېل ګاډي د ټکر تر ټولو نړې خونړۍ پېښه ده. خو د هند د حکومت په یوه رپوټ کې چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې خپور شو، تائید شوې وه چې هرکال ۱۵ زره کسان د رېل ګاډې له امله مري.