د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هند ته لاړ
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته ولاړ.
د ملي امنیت شورا وايي چې حمدالله محب نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، د هند له لوري د رسمي بلنې پر اساس هغه هېواد ته ولاړ.
له هندي لوري د حمدالله محب د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي.
ټاکل شوې چې په نېږدې وخت کې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د خبرو کوربه وي.
وسله والو طالبانو مکرراً د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي دي.