Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2019

Новости за 03.01.2019

Pa.azadiradio.com 

حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق په انتخاباتي ټکټ سلا شوي

حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره په یوه انتخاباتي ټکټ سلا شوي دي. د حنیف اتمر د ټیم یوه باوري غړي ازادي راډیو ته وویل، حنیف اتمر د انتخاباتي ټکټ د بشپړولو لپاره یونس قانوني د خپل لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه انتخاب کړي. یاده سرچینه وایي، درې واړه کسان به د کاندیداتورۍ د رسمي ثبت او اعلان لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ شي. له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار له ټیم سره د دوهم مرستیال په توګه د محمد محقق د ټاکل کېدو په اړه هم اوازې خپرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا ولسمشر وايي، نور هیوادونه په ځانګړې توګه روسیه، پاکستان او هندوستان دې د افغانستان په جګړه کې نور هم ښکېل شي. چین د خپلو دفاعي ځواکونو او امریکا په ګډون د نورو هيوادونو د قواوو تر منځ پر همکارۍ ټينګار کوي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ د امریکا نه د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې پر افغانستان د شوروي یرغل په نړیواله کچه غندل شوی و او پرضد یې د ملګرو ملتونو د سازمان اعلامیه خپره شوې وه. د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، ویلي چې د امریکا له متحدو ایالاتو یې په دې ارتباط د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی دی. د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون د خپلې کابینې غونډې ته په وینا کې چې له ټلوېزیونه خپرېده، وویل، پخواني شوروي په اتیایمه لسیزه کې د دې لپاره افغانستان ته ځواکونه ور واستول چې تروریستان له افغانستانه ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جمال خاشقجي د قتل په تور د۱۱ کسانو محاکمه په ریاض کې پېل شوه

د سعودي ژورنالېست، جمال خاشقجي د قتل په تور د ۱۱ کسانو محاکمه نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ، په ریاض کې پېل شوه. د سعودي رسمي خبري اژانس وايي چې څارنوالانو د پینځو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی. جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی ژورنالېست و چې د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسولګرۍ کې ووژل شو. د هغه په قتل د تورنو کسانو نومونه لا نه دي خپاره شوي. جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو و.

Pa.azadiradio.com 

د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان محاکمه شول

د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، محاکمه شول. د چارواکو په وینا، دا کسان په بګرام کې بندیان وو. د افغانستان د لویې څارنوالۍ په وینا، له درېیو محاکمه شویو کسانو یو په اعدام او دوه نور په دېرش او شپږکاله زندان محکوم شوي دي. خبریال احمدشاه د اپرېل په ۳۰مه ، په خوست کې خپل کورته په لاره کې ووژل شو. وسله والو طالبانو هغه وخت وویل چې په پېښه کې لاس نه لري. لویې څارنوالۍ په دې اړه چې د احمد شاه دقتل انګېزه څه وه یا محاکمه شوي کسان څوک دي، معلومات نه دي ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي:۳۰ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه محروم شوي

د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۳۰ زره ماشومان د پولیو یا د کوچنیانو د فلج پر ضد له واکسینه محروم شوي دي. د کونړ د عامې روغتیا رئيس ډاکټر عزیز الرحمن ساپي نن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په ډېرو سیمو کې وسله وال د پولیو د واکسین له کمپاین سره مخالفت کوي. ښاغلي ساپي وویل چې د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو ډلو له واکسین سره مخالفت زیات کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان د نړۍ په وروستیو هېوادونو کې دی چې د کوچنیانو ګوزڼ د ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لومړۍ ورځ

عبدالطیف پدرام لومړنی کس و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره‌یې نوم لیکنه وکړه. محمد حکیم تورسن هم غوښتل چې نوم لیکنه وکړي، خو د دوهم مرستیال د نه‌موجودیت له امله‌یې نوم لیکنه ونه‌شوه. وېډیو: ابراهیم صافی او لېمه هادي اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

«م.م»: په ۲۰۱۸ کې تر ۳۴۳ زره زیات افغانان کورونو پرېښودو ته اړ شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وایي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۳۴۳ زره زیات افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي. دې ادارې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ، په یوه رپوټ کې ویلي چې د ډسمبر میاشتې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د تقریباً یو نیم زر افغانانو د بې ځایه کېدو رپوټ ورته رسېدلی دی. ملګري ملتونه وايي چې جګړه، وچکالي او نور طبیعي افتونه په افغانستان کې د خلکو د بې ځایه کېدو اساسي دلایل دي.

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد

په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد. د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې یوه لس پوړیزه ودانۍ د نوي کال په شپه ونړېده. روسي چارواکو ویلي چې ودانۍ ښايي د ګاز د انفجار له امله نړېدلې وي.

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د ولسمشر زوی د «احال» د والي مرستیال ټاکل شوی

د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف خپل زوی سردار بردي محمدوف د هغه هېواد د مرکزي ولایت، احال د والي مرستیال ټاکلی دی. د ترکمنستان احال ولایت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري. سردار بردي محمدوف ۳۷ کلن دی. د هغه د مقررۍ د خبربیان پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲مه، د ترکمنستان د جمهوري ریاست پر رسمي وېب پاڼه خپور شو. سردار بردي محمدوف به له نوې چوکۍ سره د ترکمنستان د پارلمان غړی پاتې شي خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له چوکۍ به استعفا وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډپلوماټ ځان پټ کړی

په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډپلوماټ ځان پټ کړی دی. دا خبر د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي کېم من کي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، په سیول کې خبریالانو ته ورکړ. هغه ویلي چې د هغوی د ملي استخباراتو ادارې دا معلومات په سري غونډه کې ورسره شریک کړي دي. کېم خبریالانو ته ویلي چې په روم کې د پیونګ یانګ سرپرست سفیر او د هغه مېرمن د نوومبر د میاشتې په پیل کې هلته له خپل رسمي استوګن ځایه وتلي او بې درکه دي. د شمالي کوریا د سرپرست سفیر د کار موده د جنورۍ د میاشتې په پای کې ختمېده. داسې رپوټونه هم خپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو به د روسیې سترې محکمې ته یو عرض وکړي

د ازادۍ اروپا / ازادي راډیو مسوولان وايي چې د روسیې سترې محکمې ته به عرض وکړي چې پردې اداره د یو لک ربلو جریمه چې تقریباً ۱۴ سوه ډالر کېږي، لېرې کړي. د مسکو سیمه‌ییزې محکمې په‌دې تور چې د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د خپلو مسوولیتونو په سرته رسولو کې ناکامه شوې، د "بهرنیو اجنټانو" د قانون له مخې جریمه کړه. د روسیې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ډېرې برخې وتړلې. د ازادې اروپا /ازادي راډیو ادارې د مسکو د استیناف له محکمې هم غوښتنه کړې وه چې ورباندې لګولې جریمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هند ته لاړ

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته ولاړ. د ملي امنیت شورا وايي چې حمدالله محب نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، د هند له لوري د رسمي بلنې پر اساس هغه هېواد ته ولاړ. له هندي لوري د حمدالله محب د خبرو جزئیات نه‌دي خپاره شوي. ټاکل شوې چې په نېږدې وخت کې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د خبرو کوربه وي. وسله والو طالبانو مکرراً د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي دي.


Рябков заявил, что итоги президентских выборов в США не имеют значения для РФ

Интервалы движения поездов на МЦК временно увеличатся утром и вечером

17 мая в Таганроге открывается XVII Чеховский книжный фестиваль

Кадеты раменского «Гвардейского класса» посетили презентацию книги «Наше боевое братство»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Под Тулой для кота-инвалида напечатали протез на 3D-принтере

ЖК «Новая Алексеевская роща» построят в Подмосковье

Автопробег, посвященный снятию блокады Ленинграда и освобождению Петрозаводска, начнется 26 июня

В ЖК «Резиденции Сколково» Одинцовского округа построят два новых жилых корпуса

Музыкальные новости

Каратисты завоевали бронзу на Всероссийских соревнованиях по каратэ «Кубок Танкограда»

РБК: иск Генпрокуратуры об изъятии акций КСПЗ у частных владельцев удовлетворили

В Москве пройдет заплыв «Кубок Чемпионов» от организаторов Swimcup. В старте, который пройдет в гребном канале «Москва», примут участие более 1000 пловцов

Яндекс.Недвижимость: за месяц однушки в новостройках Москвы подешевели на 4,5%

Новости России

Фанат Шнура и «Калины красной». Что известно о замгубернатора Алтайского края Кибардине, которого задержали в Москве

ЖК «Новая Алексеевская роща» построят в Подмосковье

Рябков заявил, что итоги президентских выборов в США не имеют значения для РФ

Кадеты раменского «Гвардейского класса» посетили презентацию книги «Наше боевое братство»

Экология в России и мире

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»

Не чувствую руку: Доктор Кутушов рассказал к чему приводит частое онемение конечностей

10 полезных продуктов для сердца

Состоялась Байкальская театральная школа в Бурятии: Россия и Культура, Дети

Спорт в России и мире

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Соболенко — Коллинз: белоруска выиграла первый сет в полуфинале Рима

Moscow.media

Konica Minolta Business Solutions Russia и Facemetric предложат заказчикам решения на базе технологий компьютерного зрения

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»

Роботы-курьеры «Яндекса» будут доставлять заказы в ещё нескольких районах Москвы

Игровые клавиатуры Bloody S515R, B825R: механические свитчи и подставка под запястья







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *