د ترکمنستان د ولسمشر زوی د «احال» د والي مرستیال ټاکل شوی
د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف خپل زوی سردار بردي محمدوف د هغه هېواد د مرکزي ولایت، احال د والي مرستیال ټاکلی دی.
د ترکمنستان احال ولایت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.
سردار بردي محمدوف ۳۷ کلن دی.
د هغه د مقررۍ د خبربیان پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲مه، د ترکمنستان د جمهوري ریاست پر رسمي وېب پاڼه خپور شو.
سردار بردي محمدوف به له نوې چوکۍ سره د ترکمنستان د پارلمان غړی پاتې شي خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له چوکۍ به استعفا وکړي.