د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان محاکمه شول
د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، محاکمه شول.
د چارواکو په وینا، دا کسان په بګرام کې بندیان وو.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ په وینا، له درېیو محاکمه شویو کسانو یو په اعدام او دوه نور په دېرش او شپږکاله زندان محکوم شوي دي.
خبریال احمدشاه د اپرېل په ۳۰مه ، په خوست کې خپل کورته په لاره کې ووژل شو.
وسله والو طالبانو هغه وخت وویل چې په پېښه کې لاس نه لري.
لویې څارنوالۍ په دې اړه چې د احمد شاه دقتل انګېزه څه وه یا محاکمه شوي کسان څوک دي، معلومات نه دي ورکړي.