امنه حسیني د نجونو د موی تای لیګ سیالیو غوره لوبغاړې وټاکل شوه
په کابل کې د نجونو د موی تای لیګ سیالیو په لړ کې په مختلفو سني کټګوریو کې ۸ سیالۍ وشوې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ په مختلفو وزني کټګوریو ۴۵، ۴۸، ۵۱ او ۵۷ کېلو ګرامه وزن کې د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ وشوې.
د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې، حنیفي په ۴۵، ارزو په ۴۸، شبنم په ۵۱، خدیجې او سیمرا په ۵۷ او امنې په ۵۱ کېلو ګرامه وزن کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
د کابل د موی تای لیګ د دوهمې اوونۍ د سیالیو په پای کې امنه حسیني په ۵۱ کېلو ګرامه وزن کې د دې اوونۍ غوره لوبغاړې وټاکل شوه.