د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی
نن پنجشنبه، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
نن پنجشنبه، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د پخوانیو دودیزو نڅاګانو پنځه ډوله نندارتون د کابل ښار په بابر بڼ کې ترسره شول. دغه پروګرام د اسیا فرهنګ د کور په نوم د یو بنسټ لهخوا جوړ شوی و. ویډیو او ایډیټ: ابراهیم صافی
پهداسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې دوام لري، افغان ښځې د طالبانو له بېرته راتګ څخه اندېښمنې دي...
په غزني کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د استادانو په مرسته او د ولايت مقام په تخنيکي او مالي همکارۍ، د پنجشنبې په ورځ د لاجورد ټرانزيټي لارې د سياسي او اقتصادي ارﺯښت په اړه علمي سمينار ترسره شو. په غونډه کې د ځایي مسوولينو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او فرهنګي فعالانو تر څنګ د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړى وو او ځینو یې ویناوې وکړې. د غزني والي وحيدالله کليمزي په غونډه کې د لاجورد علمي سمينار ته په خپله پرانېستونکي وينا کې دغه لار د افغانستان د اقتصادي ودې لهپاره خورا مهمه... Читать дальше...
د پاکستان په سېنېټ کې د پلانونو او پرمختيا قايمه کميټۍ د قبايلي سيمو بشپړي بيا رغونې په اړه د جنورۍ په ۲۴مه غونډه وشوه. په غونډه کې د قبايلي سيمو لپاره لس کلن اصلاحاتي پلان ته عملي شکل ورکولو په اړه خبري وشوي. تر غونډې وروسته د يادې کميټۍ غړي سېنېټر هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې د يو څو محکمو چارې له وفاق سره پاتې دي او د فرورې په پای کې به د انضمام بهير بشپړ شي. د پاکستان سېنېټ قايمه کميټۍ په داسي حال کې د قبايلي سيمو اصلاحاتي پلان د ارزوني سپارښتنه کړي چې د جنورۍ په ۲۳مه د خيبر پښتونخوا ايپکس... Читать дальше...
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې د څلورمې ورځې په مخه هم روانې وې، په وینزویلا کې د خوان ګوایدو له موقت حکومته امریکا او ملګرو یې ملاتړ کړی خو چین، ترکیې او ځينو نورو مخالفت ښودلی او په ترکیه کې د اوښانو لرغونې لوبه پيل شوه. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د پاکستان ټولې رسني، سياستوالان او ان ټول خلک دا خبره کوي چې راو انوار قاتل دی، نقيب بې ګناه دی خو قاتل ازاد ګرځي.
له باجوړه به په مخکنیو وختونو کې خلک، د غوزانو،دنداسې،توراملوکو او د ګډو بیزو د اخستو لپاره دیر ته تلل خو اوس د بندیز له وجې دغه کاروبارونه اغېزمن شول.
نن پنجشنبې، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د اولس کلنه جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
ملي اردو وايي، د یوه قوماندان په شمول ۷ تنه وسلهوال طالبان په ارزګان ولایت کې وژل شوي دي. په ارزګان کې د څلورم پلي کنډک قوماندان زمري نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا کسان پرون ناوخته د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په دهراوت، خاص اروزګان، چوره او د ترینکوټ په شاوخوا کې وژل شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندهار کې تېر کال د خلکو د نههمکارۍ له امله د پوليو پېښې زياتې وې. کندهار په تېر ۲۰۱۸ کال کې د پولیو پلازمېنه ...
درد وايي، له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د خپلو سندرو له لارې د سيمې خلکو ته د مينې او امن پيغامونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې په ټولنيزو رسنیو خپرې شوې یوه ویډیو کې د شمالي وزيرستان د خیسور سيمې یو ماشوم حیات خان وايي چې پاکستانيو پوځیانو یې د کور پرده ماته کړې ده.
په داسې حال کې چې د سولې خبرې په ملي او نړیواله کچه ورځ تر بلې په ګرمېدو دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ...
د افغان حکومت اجرائیه رياست وايي، د ولسمشر لهخوا د محمد محقق لیرې کول د ملي وحدت د روحیې خلاف کړنه ده چې ...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هندوستان په بنګلور کې خپل تمرینات پيل کړل. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه ۲۲ ورځنی تمریناتي کمپ د ایرلنډ په وړاندې راتلونکي سیریز او د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف ترسره کېږي. په دغه تمریناتي کمپ کې ۴۴ لوبغاړي شامل دي چې له ډلې بهیې ۲۰ غوره لوبغاړي د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته غوره شي. د کرکټ بورډ د مسؤلینو په خبره، پهدغه تمریناتي کمپ کې د نورو برخو تر څنګ په تېزې توپ اچونې هم ډېر تمرکز کېږي، څو يو شمېر تېز بالران د نړیوال جام سیالیو ته چمتو شي.
د اسیا د ۲۰۱۹ میلادي کال فوټبال سیالیو په کوارټر فاینل پړاو لوبو کې نن شپه جاپان د ویتنام او چین د ایران په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د ویتنام او جاپان ترمنځ لوبه نن شپه د کابل په وخت ۶ بجې د متحده عربي اماراتو په المختوم لوبغالي کې او د چین او ایران ترمنځ لوبه بیا د شپې په ۹ بجو د محمد بن زاهد لوبغالي کې ترسره کېږي. د کوارټر فاینل پړاو دوه نورې سیالۍ بیا د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا او قطر او اسټرالیا او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره کېږي. د اسیا د فوټبال جام سیالۍ چې د روان میلادي کال د جنورۍ... Читать дальше...
په کابل کې د نجونو د موی تای لیګ سیالیو په لړ کې په مختلفو سني کټګوریو کې ۸ سیالۍ وشوې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ په مختلفو وزني کټګوریو ۴۵، ۴۸، ۵۱ او ۵۷ کېلو ګرامه وزن کې د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ وشوې. د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې، حنیفي په ۴۵، ارزو په ۴۸، شبنم په ۵۱، خدیجې او سیمرا په ۵۷ او امنې په ۵۱ کېلو ګرامه وزن کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې. د کابل د موی تای لیګ د دوهمې اوونۍ د سیالیو په پای کې امنه حسیني په ۵۱ کېلو ګرامه وزن کې د دې اوونۍ غوره لوبغاړې وټاکل شوه.
بي بي ته یوه عدالت شاوخوا نهه کاله مخکې د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې وه. د دې پر ضد نوموړې د لاهور های کورټ ته درخواست وکړ خو هغه عدالت یې هم د مرګ سزا برقراره وساتله.
د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وړوکې بوجه (بجټ) وړاندې کړه او و یې ویل چې دې اقتصادي اصلاحاتو کې د ولس د اسانتیاو لپاره یوشمېر ټېکسونه کم کړل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې دوام لري. راپورونه وايي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرو نن هم دوام وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د خپل مسؤلیت په توګه د قطر په روانو خبرو کې اسانتیا رامنځته کوي. د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر روانې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ګومان کېږي چې نن به د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي.
په کوټه کې یوشمېر اوسېدونکي د وفاقي بجټ په اړه خپل نظرونه داسې بیانوي. نور د ډیوې راډیو په ویډیويي رپورټ کې.
د کونړ د پېچ درې اوسېدونکو د دې ولایت د مرکز او نورستان ترمنځ د سړک د جوړېدو غوښتنه وکړه. د پېچ درې یو شمېر اوسېدونکو په سیمه کې د ازادي رادیو خبریال ته وویل چې پهدې لاره سفر کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او له حکومته غواړي چې دا سړک چې د نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته جوړ شوی و، ترمیم کړي. له بلې خوا د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پرون ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دې سړک د جوړولو پرېکړه کړې او په لوړ کیفیت بهیې له سره جوړ کړي. د افغانستان په اکثرو سیمو کې خلک د سړکونو د کیفیت له خرابوالي شکایت کوي.
افغان چارواکو او د اروپايي اتحادیې استازو پرون چهارشنبه د سولې په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې پر ژمنو بحث وکړ. په دې غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي رولنډ کوبیا په مشرۍ جوړه شوه، د هغو پنځو مسئلو په اړه خبرې وشوې چې د جنیوا په کنفرانس کې اروپايي اتحادیې وړاندیز کړې وې. د سولې په پروسه کې د ټولو خواوو شاملول، د امنیتي سکټور په ګډون اصلاحات، په ټولنه کې بیا یوځای کېدل، سیمهییز اتصال او سوداګري او د سولې... Читать дальше...
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات خان وزير کور ته د امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او ککړو ته دې سزا ورکړل شي. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستانۍ پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په پېښور، کوټه، ډېره اسماعیل خان، ژوب، چمن او د سیند مرکز کراچۍ سره سره په ګڼو نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړې. Читать дальше...