امنیسټي انټرنېشل د پناه غوښتونکو په اړه د امریکا تګلاره وغندله
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشل د مکسیکو له پولو څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو پر وړاندې د امریکا تګلاره وغندله.
دغه سازمان پرون په یوه بیان کې د امریکا دا سیاست د شرم وړ او غیرقانوني وباله.
دې سازمان ویلي، امریکا د کډوالو په بېرته استولو سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.
د امريکا د متحدو ایالاتو ولسمشر تېر میلادي کال د مکسیکو د کډوالو په اړه خپله تګلاره چې په مکسیکو کې د پاتې کیدو نوم ورکړل شوی دی، پیشنهاد کړه.
په تیر کې پناه غوښتونکو د خپلو درخواستونو د برخلیک تر مشخصېدو پورې په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو اجازه درلودله.
خو امریکايې مقامات وايې د دغو پناه غوښتونکو زیات شمیر يې محاکمو ته نه دي حاضر شوي او په غیرقانوني ډول په متحده ایالاتو کې پاتې کیږي.