د کورنیو چارو وزارت: د بلخ نوی امنیه قوماندان به رسماً معرفي شي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.
دا پهداسې حال کې ده چې د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره د دغه ولایت د پخواني والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئيس عطامحمد نور د مخالفت له کبله د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی ښکاري.
د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د غیر مسوولو وسلهوالو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.
جنرال عبدالرقیب مبارز د جنرال اکرم سامع پر ځای د بلخ نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.