ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرون
چين د جېش محمد ډلې د مشر په تور لیست کې د شاملولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړانديز رد کړ. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی.
چين د جېش محمد ډلې د مشر په تور لیست کې د شاملولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړانديز رد کړ. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی.
د امریکا بهرنیو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعيت په باب کانګریس ته په وړاندېکړي خپل يوه راپور کې ويلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مشکوکو مقابلو کې د عدالت ترشا وژنې کړې او د نقیب مسید په وژنه تورن راو انوار له نیولو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.
په ننګرهار ولايت کې په درېيو پرلهپسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
لیلما ناصري د جند د اعتدال، بشري حقونو، اداري فساد او سخت دريځۍ پر ضد کار کوي. ملالۍ بشیر له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، له لیلما ناصري سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو او د هغه ولایت د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو ترمنځ نښتو، کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
د غمشریکي یاد ماښامۍ، چې په شاهي دربار کې جوړ شوی وو، ویناوالو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په یو کلن مزل، د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې او په اوس وخت کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو پر سوله ییزو لارو چارو بحث وشو.
د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلانو ته معرفي شو. عبدالرقیب مبارز، د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال عبدالفتاح فروغ له لوري د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ته معرفي شو. تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې د پخواني امنیه قوماندان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې ویل کېږي لږ تر لږه ۱۳ تنه پهکې ژوبل شوي دي. د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي. له بلېخوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن پهداسې حال... Читать дальше...
د پاکستان د کرکټ په غورهلیګ سیالیو کې د کوټې لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه. د تېرې شپې په دغه لوبې پېښور زلمي د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه. د کوټې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه، خو پېښور زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نهشو کړای. د دې سیالیو په بله لوبه کې چې نن شپه به ترسره شي اسلام اباد او کراچۍ لوبډلې به یو بل ته مخامخ شي. ګټونکې لوبډله به يې په نیمه پایلوبه کې د پېښور زلمي سره مخامخ او بایلونکې لوبډله به يې له سیالیو بهر شي.
هندي او پاکستاني چارواکو د مارچ پر۱۴مه سیک زیارت کونکیو ته له وېزې پرته د پولې پورې د تګ راتګ د اسانتیاوو د ورکولو په موخه خبرې پیل کړې دي.
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې په چاودنې کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن پنجشنبه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې په یوه دوکان کې وشوه. دی وايي چې تر اوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نهلري.
د پاکستان او هند چارواکي هغو هندي سیکانو ته د بې وېزې تګ راتګ لپاره د پولي پر پرانېستلو خبرې کوي چې غواړي په پاکستان کې د سیکانو مذهبي ځایونو ته لاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د دواړو خواوو ترمنځ د اتاري په سرحدي ښارګي کې خبرې وروسته له دې پیل شوي چې پاکستانی پلاوی نن د هند خوا ته واوښت. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته وویل چې د دوو هېوادونو ترمنځ د پولي پرانېستلو هدف په دوستۍ د دښمنۍ بدلول دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې د ارمان لوڼي څلويښتۍ په اړه غونډه شوه چې پکې د سیمې مشرانو له حکومته د ارمان لوڼي د وژنې مقدمې درجولو او پښتنو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.
د افغانستان په فاریاب ولایت کې په یوه پارک کې ښځو په برقعو کې ورزش کړی دی. د سیمې چارواکي وايي، د ښځو د ورزش لپاره ځانګړی ځای نه لري. د ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، د ښځو دا کار د کلتور ضد دی. ویډیو وګورئ.
برتانیا، فرانسې او امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته درخواست کړی وو چې پر مسعود اظهر دې د وسلو اخیستو او ناقانونه لېږد او سفري بندیز ولګوي او د هغه شتمنۍ دې کنګل کړي
اروپايي کمېسیون وايي، د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تېرکال د وړم کال په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر په سلو کې ۱۱ لږ وو. دا کمېسیون په عین حال کې ویلي چې بیا هم د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تر ټولو زیات ثبت شوي پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق د هېوادونو اتباع وو. د اروپايي کمېسیون په وینا په ۲۰۱۸ میلادي کال ۵ لکه ۸۰ زره۸۰ تنو د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې حال دا چې په ۲۰۱۷ میلادي کال ۶ لکه ۵۴ زره ۶۰۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
په ننګرهار او بدخشان کې شته فرصتونه هغه وخت ګټور تمامېدای شي چې د دواړو ولایتونو خلکو ته د معلوماتو په ورکولو سره شته فرصتونه تشریح کړی شي.
وروسته له هغې چې د بلخ پخواني والي د دغه ولایت د مخکني امنیه قوماندان له لېرې کېدو سره مخالفت وکړ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي. دا پهداسې حال کې ده چې د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره د دغه ولایت د پخواني والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئيس عطامحمد نور د مخالفت له کبله د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی ښکاري. د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...
له امریکا سره په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي د مشر ملا عبدالغني برادر تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان د سولې عالي شورا وویل...
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامران وايي، امکان لري چې د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې د القاعده شبکې پر وسلهوالو ...
های کورټ دا فیصله د فبرورۍ پر ۱۹مه محفوظه کړې وه او د مارچ پر ۱۴مه یې واوروله چې پکې د کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې ګلالۍ
د کابل یو شمېر ښاریان پهدې ښار کې د جنايي جرمونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.
د افغانستان ـ چین تر منځ د واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي سوداګریزې لاره پرانېسته وشوه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دا ردوي چې ګوندې امنیتي ځواکونو دې بېمحاکمې خلک وژلي وي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ...