چارواکي: پولیسو د فاریاب مستوفي او د مستوفیت ۲ مامورین ونیول
د فاریاب ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د فاریاب مستوفي احمدشاه سخا او د مستوفیت دوه مامورین ونیول.
د فاریاب ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس احمد فرید غوري نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی سخا او دواړه مامورین یې د یوه کاماز ټانکر د اختلاس د قضیې په تړاو نیول شوي دي.
ښاغلي غوري په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.