د میدان وردګ چارواکي: د کابل ـ کندهار لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د کابل- کندهار لاره یې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده. د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي ازادي راډيو ته وویل، دغه لویه لاره چې د تېري شپې راهیسي وسله والو طالبانو د سید اباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، نن ماسپښین مهال يې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده. نوموړی وايي، په یاده سیمه کې د عملیاتو پرمهال درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. د پولیسو دغه مشر دغه راز ازادي راډيو ته وایي چې په یاده سیمه کې امنیتي پوستې... Читать дальше...