چارواکي: په ارزګان کې ۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي
د ارزګان ولایت چارواکي په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې د دوو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ګیزاب امنیه قوماندان لالي اڅکزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ د دره سنجد سیمې پر یوې امنیتي پوستې د ډله ییز برید پرمهال دوه سیمه ییز پولیس ووژل او یو بل یې ټپي کړ.
ښاغلي اڅکزي وویل چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نشته.
طالبانو تراوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.