د میدان وردګ چارواکي: د کابل ـ کندهار لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د کابل- کندهار لاره یې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي ازادي راډيو ته وویل، دغه لویه لاره چې د تېري شپې راهیسي وسله والو طالبانو د سید اباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، نن ماسپښین مهال يې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.
نوموړی وايي، په یاده سیمه کې د عملیاتو پرمهال درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
د پولیسو دغه مشر دغه راز ازادي راډيو ته وایي چې په یاده سیمه کې امنیتي
پوستې ځای پرځای شوي او هر څوک کولی شي چې په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي.
ده وویل، یاده لاره وسله والو طالبانو د ملکي خلکو له موټرو په ګټې اخیستنې سره د خلکو پرمخ تړلې وه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.