ایګلند: ۴۵ زره عراقي ماشومان د هویتپاڼو په نه لرلو له ټولنې بهر پاتي
اټکل کېږي چې ۴۵ زره هغه ماشومان چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د واکمنۍ په موده کې پیدا شوي، د چارواکو لهخوا ورته د هویت پاڼو د نه ورکولو له کبله د عراق له ټولنې بهرپاتې شوي دي.
دا خبره یوې نړیوالې مرستندویه ټولنې نن کړې ده.
د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلند نن وویل چې دغه بې هویت پاڼو ماشومان چې اوس په عراق کې له داعشه تصفیه شويو سیمو کې په کمپونو کې اوسي، د ده په وینا احتمالي بشري بم دی.
ایګلند وویل، دغو ماشومانو ته د پوهنې، روغتیایي خدماتو په ورکولو او د دې ساده حق په منلو سره چې دوی وجود لري، د دوی او هم د دې هېواد د با ثباته راتلونکې اساسي مسئله یقیني کېږي.
له زیږون راپهدیخوا خنډونو په نوم هغه راپور کې چې نن خپور شوی، ویل شوي چې د عراق حکومت د دغو ماشومانو د زیږېدو تصدیقونه نه مني ځکه هغه د اسلامي دولت ډلې له خوا صادر شوي دي.
ښاغلي ایګلند وویل، دغه ماشومان د هغو جنایتونو مسؤل نهدي چې خپل خپلوانو یې ترسره کړي او ډېر دغه ماشومان د عراق د تابعیت له اساسي حقونو څخه هم محروم دي.