Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2019

Новости за 30.04.2019

Pa.azadiradio.com 

د احمدشاه ابدالي د کرکټ د «فسټ کلاس» سیالۍ تازه حال

د احمدشاه ابدالي د کرکټ په فسټ کلاس سیالیو کې اوس مهال بوسټ لوبډله د کابل، سپین‌غر د بند امیر او مس عینک او امو د لوبډلو په وړاندې توپ وهنه کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د کابل او بوسټ ترمنځ په کابل کې د بند امیر او سپین غر تر منځ په ننګرهار کې او د امو او مس عینک ترمنځ په کونړ کې سیالۍ روانه ده. د احمد شاه ابدالي د کرکټ دا څلور ورځنۍ لوبې چې نږدې یوه میاشت وړاندې پیل شوي تردې دمه په‌کې امو او کابل زون لوبډلې تر نورو وړاندې دي.

Mashaalradio.com 

خوست: د خبریال احمدشاه لومړی تلین ولمانځل شو

د سېشنبې په ورځ په خوست کې د بي بي سي راډیو د پخواني خبریال احمدشاه د وژنې د لومړي تلین د لمانځ غونډې ګډونوالو وویل، هېڅوک نشي کولی د ژونو او ګواښونو په واسطه پدې هېواد کې د بیان ازادۍ مخه ونیسي.

Mashaalradio.com 

د جاپان باچا خپل چوکۍ پرېښوه

د جاپان باچا اکیهیټو د اپرېل ۳۰مه د ولس لپاره د امن او خوشالۍ له دعاګانو سره د باچایي چوکۍ پرېښوده. دا په تېرو ۲۰۰ کالونو کې لومړۍ ځل دی چې یو باچا په خپله خوښه د باچایۍ لاس په سر کېږي. په اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ. راپور: د شاهین بونیري

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

ایران وایي له داسې لارو به تیل وپلورم چې امریکایان پرې خبر نه شي، د ګردې نړۍ د زاړه سلطنتي نظام امپراطور له واکه لاس پر سر شو او دا به وګورئ چې چین غبرګې سپوږمکۍ مدار ته واستولې.

Pa.azadiradio.com 

ولودیمیر زلنسکي رسماً د اوکراین د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

د اوکراین د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن ولودیمیر زلنسکي رسماً د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ. دغه کمېسیون د اپریل د ۲۱ د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو وروستۍ نتیجه نن اعلان کړه. د دغې نتیجې له مخې زلنسکي چې د ټلوېزیون کمیډین دی، د څه باندې ۷۳ فیصدو رأیو په ګټلو سره خپل رقیب پخواني ولسمشر پترو پروشنکو ته ماتې ورکړې ده. پروشینکو څه کم ۲۵ فیصده رأیي ګټلي دي. د انتخاباتو کمېسیون ویلي چې په‌دغو انتخاباتو کې د مستحقو رأیې ورکوونکو شمېر څه باندې ۶۱ فیصده وو. ټاکل شوی چې زلنسکي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کراچۍ پر سړکونو د موټرسايکل چلونکيو جينکو زياتېدونکی شمېر

د پاکستان کراچۍ پر سړکونو د موټرسايکل چلونکيو جينکو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي. که يو طرف ته موټرسايکل چلول ښځو ته پخپله خوښه د سفر ازادي ورکوي نو بل لور ته يوشمېر کسانو پر دوی دغه ازادي پېرزو نه ده. داوخت په کراچۍ کې د موټرسايکل د زدهکړو يو سکول ۷۰۰ جينکۍ روزي.

Mashaalradio.com 

خلیلزاد له جنرال باجوه سره لیدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې پروسې د پرمختګ په لړ کې د اپرېل پر ۲۹مه او ۳۰ له لوړپوړيو پاکستانيو چارواکو سره ليدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

ایګلند: ۴۵ زره عراقي ماشومان د هویت‌پاڼو په نه لرلو له ټولنې بهر پاتي

اټکل کېږي چې ۴۵ زره هغه ماشومان چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د واکمنۍ په موده کې پیدا شوي، د چارواکو له‌خوا ورته د هویت پاڼو د نه ورکولو له کبله د عراق له ټولنې بهرپاتې شوي دي. دا خبره یوې نړیوالې مرستندویه ټولنې نن کړې ده. د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلند نن وویل چې دغه بې هویت پاڼو ماشومان چې اوس په عراق کې له داعشه تصفیه شويو سیمو کې په کمپونو کې اوسي، د ده په وینا احتمالي بشري بم دی. ایګلند وویل، دغو ماشومانو ته د پوهنې، روغتیایي خدماتو په ورکولو او د دې ساده حق په منلو سره چې دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت وایي، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون او نن له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې. د خپره شوې خبرپاڼې له مخې پاکستاني چارواکو ښاغلي خلیل‌زاد ته ډاډ ورکړی چې د بین‌الافغاني خبرو د ګړندي کېدو او په افغانستان کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي. د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خلیل‌زاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د پوځ له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ښځینه ژونالېستانې د سولې مشورتي لویې جرګې ته خوشبینه دي

د بغلان ښځینه ژونالیستانې وايي،  سره له دې چې مخالفتونه شته، خو هغه به کېږي چې خلک یې غواړي. د دغه ولایت د ښځینه ژورنالېستانو ټولنه وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې ته خوشبینه دي چې کېدای شي مثبته پایلې ولري. ویډیو: لیمه هادي

Pa.azadiradio.com 

له لویې جرګې ایستل شوی شخص نن په دې جرګه کې ګډون وکړ

هغه څوک چې پرون له لویې جرګې ایستل شوی و، نن یې دې جرګه کې ګډون وکړ. دا سړی وايي، د ولسمشر غني ځانګړو ساتونکو د لویې جرګې د تالار څخه ایستلی و. د دې نیوکو سربیره خبریالان هم د دې جرګې د خبري پوښښ پر محدودیت انتقاد لري. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا د لویې جرګې څخه دا ویډیويي راپور برابر کړی دی.

Mashaalradio.com 

بورجلونه لاهم په پښتنو کې دود دی

د مهمندو او باجوړ په غریزو سیمو کې بورجلونه لا هم جوړېږي. ځینې پښتانه نوابان او مشران دغه بورجلونه د خپلو ودانیو د ښکلا لپاره دروي او ځینې بیا د خپلو میرڅمنو/دښمنانو د څارنې او له هغوی څخه د ژغورنې لپاره کاروي. د شاهنواز ویډیو راپور

Pa.azadiradio.com 

حسن روحاني: ایران له ۶ لارو تیل صادروي چې واشنګټن لا خبر نه‌دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د سې شنبې په ورځ وویل، ایران له یوې لارې تیل نه صادروي، ایران له شپږو نورو لارو هم تیل صادروي چې له دې لارو واشنګټن خبر نه‌دی. روحاني زیاته کړه چې باید تیل صادر کړي او پرې نه‌ږدي چې د امریکا پریکړه عملي شي. نژدې اوونۍ مخکې د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم ویلي و چې هېواد یې هر څومره تیل چې وغواړي صادر به یې کړي. واشنګټن د اپریل په ۲۲مه اعلان وکړ چې د مې تر دوهمې وروسته به هغه معافیت تمدید نه‌کړي چې ځینې هېوادونه له ایرانه تیل پیري. واشنګټن ویلي دي چې د ایران د تیلو صادرات به صفر ته ورسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي: په شیرین تګاب کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د فاریاب چارواکي د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د څو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه د افغانستان د دولت دښمنانو پر شیرین تګاب ولسوالۍ حمله وکړه. زموږ د معلوماتو له مخې په نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي." ښاغلي یورش دغه راز وویل چې افغان ځواکونو او ملکیانو ته په‌دغو نښتو کې زیان نه‌دی رسیدلی. وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو د خپلو درې وژل شویو خبریالانو یو کلن تلین تازه کوي

ازادي راډیو نن د خپلو درې وژل شویو خبریالانو په ګډون د لسو خبریالانو یو کلن تلین تازه کوي. سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم دُراني او اووه نور خبریالان یو کال مخکې د ثور په لسمه کې په کابل کې د خبري پوښښ په مهال په یوه ځان‌وژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی ووژل شول. تېرکال په همدې ورځ د بي بي سي یو خبریال په خوست کې ووژل شو چې دا ورځ په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه. د ازادي راډیو د درې وژل شویو خبریالانو په ګډون په‌دې پېښه... Читать дальше...


Кем были музы и натурщицы Бориса Кустодиева

В Москве состоялась премьера спектакля "Я люблю тебя, папа"

Международную выставку-форум «Россия» посетили 13 миллионов гостей

Выставку «Россия» посетили уже более 13 миллионов гостей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Жители Подмосковья получили свыше 5 млрд рублей дохода по пенсионным договорам со СберНПФ

Собянин рассказал о мерах поддержки предпринимательства в Москве

В России появились новые Kia Picanto от 1,7 млн рублей

Пашинян оказался один на один с массовым народным движением протеста

Музыкальные новости

Страдания юного Аюша Булчун

В Республике Марий Эл вновь пройдет кинофестиваль «Движение по вертикали», посвященный памяти Станислава Говорухина

Россия, Бурятия, Культура и Дети: Байкальская театральная школа прошла в Иволгинском районе Бурятии

На Улан-Удэнском ЛВРЗ запустили новый профориентационный проект

Новости России

Путин: Калужская область готова развивать сотрудничество с КНР в автосфере

Кем были музы и натурщицы Бориса Кустодиева

Международную выставку-форум «Россия» посетили 13 миллионов гостей

На Юбилейной площади Пензы расстелили зеленый газон

Экология в России и мире

Состоялась Байкальская театральная школа в Бурятии: Россия и Культура, Дети

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»

С чем носить джинсовое платье этой весной: примеры образов

Звуковая зубная щетка Revyline RL060 White и зубная паста Revyline Smart заказать в Назрани

Спорт в России и мире

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме

«Спартак» подарит Циципасу клубную футболку

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Хачанов проиграл Табило в 1/8 финала «Мастерса» в Риме

Moscow.media

Азербайджанский мигрант возмутился из-за того, что в Калининграде суд назначил 4,5 года лишения свободы за убийство в ДТП школьницы. Видео

Konica Minolta Business Solutions Russia и Facemetric предложат заказчикам решения на базе технологий компьютерного зрения

Завершена надвижка моста в Нагатинском затоне

Патриотическую акцию «Синий платочек» провели в Нижнем Новгороде в день прибытия «Поезда Победы»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *