Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 17.01.2018

Pa.azadiradio.com 

ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای؟

ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای؟ بزکشي د افغانستان داسې یوه لوبه ده چې په شمالي ولایتونو کې ډېره دود ده. خو مینه وال یې په نورو ولایتونو کې هم شته. په دې تصویري راپور کې تاسي د بزکشۍ میدان ته بیایو او دا هم درته وایو چې ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای.

Pa.azadiradio.com 

غني: تر هغو چې ۴ میلیونه افغان کډوال بهر وي هېواد بشپړ نه‌دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، تر هغو چې څلور میلیونه افغان کډوال له هېواده بهر وي، افغانستان بشپړ نه‌دی. ولسمشر غني دا خبرې نن په کابل کې د ښځو، ځوانانو او مدني ټولنو سره د سولې په اړه مشورتي غونډه کې وکړې. ولسمشر غني دغه‌راز وویل چې ټول افغانان د کډوالۍ درد احساسوي او د هغوی د بېرته راتګ لپاره لازم چمتووالی نیول کېږي. ښاغلی غني زیاتوي: "دلته په ښکاره وایم چې ستاسو د لومړي خادم په توګه فکر کوم یو لاس او پښه مې نه‌شته او هغه د کډوالو له کبله، تر هغو چې دا هېواد څلور میلیونه کډوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځ کې چاودنې دوه اوکرایني سرتېري وژلي

د اوکراین پوځ وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې دوه اوکرایني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. دا پېښه داسې مهال شوې چې سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد د اوکراین د پوځ پر موټر وچاودېدل. د دغه هېواد دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په ختیځ کې روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو درې ځلې د اوربند څخه سرغړونه کړې ده. په همدې حال کې بېلتون غوښتونکي کیف د اوربند په نه‌مراعاتولو تورنوي او وایي، اوکرایني سرتېرو اووه ځلې دا اوربند مات کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په بغلان کې ځينې سیمې له طالبانو نیول شوي

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغه ولایت د خلازایي للکي او بالای دور سیمې له طالبانو تصفیه شوې دي. د «البرز ۲۲» په نوم دغه پوځي عملیات د شنبې په ورځ په ډنډ شهاب‌الدین سیمه کې پیل شول. د بغلان د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې عملیاتو کې څلور وسله‌وال طالبان وژل شوي او نهه تنه‌یې ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

روسيه وايي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مستقيمو او بیړنيو خبرو ملاتړ کوي، د سوريې حکومتي ځواکونو د ياغيانو تر کنترول لاندي ادلیب ولايت په نخښه کړې. د فټبال د نړۍ يوه بل ستوري له دغې لوبې سره خدای پاماني وکړه. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

د ځانمرګیو بریدونو خلاف د ۱۸۰۰ علماووو فتوا

په پاکستان کې سلګونو ديني علماوو فتوا ورکړې چې په اسلام کې ځانمرګي بريدونه حرام دي. تر ۱۸۰۰ زياتو پاکستانيو علماوو دا فتوا په هغه کتاب کې ورکړې چې د سېشنبې ورځ یې پرانيسته وشوه. په دې اړه د انیسه اجمل ویډیويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

زاخېلوال: افغان کډوال هڅوو چې وطن ته ستانه شي

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، افغان کډوال هڅوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دا څرګندونې هغه په پېښور کې د افغان کډوالو تر يوې غونډي وروستو د مشال راډيو له خبریال ځلاند یوسفزي سره کړې دي. زاخېلوال دا هم وايي چې د افغان کډوالو د واپسې په اړه د پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي. په دا وروستيو کې د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د واپسۍ خبرې تودې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې

د ۲۰۱۸ مېلادي کال د پولیو نوې پېښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې. د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د مرغومې ۲۶» په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پولیو دغه تازه پېښه د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط کلي کې ثبت شوې ده. وېډیو صادق رښتینی اېډیټ سباوون کاکړ

Mashaalradio.com 

امریکا: 'پاکستان دې حقاني ډلې ته پام واړوي'

امریکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاروه دې د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله والو شتون ته پام وکړي. دا ټینګار د جنوبي او منځنۍ اسيا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز پاکستان ته د خپل سفر پر مهال کړیدی. هغه د جنورۍ په ۱۵ اسلام اباد ته تللې وه.

Mashaalradio.com 

د امريکا مرستيالې وزېرې پاکستان سره د وسله والو په پټنځايونو خبرې کړې

امریکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاروه دې د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله والو شتون ته پام وکړي. دا ټینګار د جنوبي او منځنۍ اسيا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز پاکستان ته د خپل سفر پر مهال کړیدی. هغه د جنورۍ په ۱۵ اسلام اباد ته تللې وه.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ووشو سیالۍ پیل شوې

په کابل کې نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» د ووشو سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې نن د بامیان، پروان، تخار او غور څخه ۴۰ لوبغاړو ګډون کړی وو. ښاغلی پیمان د دغو سیایلو هدف د ووشو په برخه کې د لوبغاړو د ظرفیتونو لوړول یاد کړل.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د امنيتي ادارو ګډ ګارنيزون جوړ شو

د جنورۍ په ۱۷مه د افغانستان په خوست ولايت کې د امنیت د ښه کیدو او جنايي پېښو د مخینوي لپاره د مېشتو امنیتي ارګانونو څخه جوړ شوي پوځي ګارنیزیون خپل مشترک پوځي فعالیتونه پیل کړل.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ساحلي فوټبال لومړۍ ژمنی ټورنمنټ پیل شو

په کابل کې نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» د ساحلي فوټبال لومړۍ ژمنی ټورنمنټ پیل شو. د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې د «کابل کلپ» او «قرن ۲۱» لوبډلې ترمنځ لوبه وشوه چې دغه لوبه «۶/۳» په پایلې سره د کابل کلپ په ګټې پای ته ورسېده. ښاغلی شاداب وايي، په دغو سیالیو کې د کابل د ساحلي فوټبال لیګ لس غوره لوبډلو ګډون کړی دی. د ساحلي فوټبال د ژمینو سیالیو ټورنمنټ د روان میلادي کال د جنوري په ۱۷مه نېته پیل او اته ورځې دوام کوي.

Mashaalradio.com 

کورمه کې ډرون برید، یو مشکوک وسله وال ژوبل

د امریکا یوې ډرون الوتکې د کوزې کورمې په بادشاه کوټ کې د چارشنبې په ماسپښین شاوخوا ۱۲ نیمې بجې پر یوه پلي یا پیاده روان کس دوه توغندي ویشتلي چې پکې هغه سخت ژوبل شوی دی.

Mashaalradio.com 

د ''زه یو ارمان لرم'' ورځ ولمانځل وشوه

په امریکا کې هر کال د جنورۍ ۱۵مه چې په دغه هېواد کې د ولسي حقونو مبارز مارټن لوتر کینګ د کلیزې ورځ ده، په ملي رخصتۍ او د هغه په یاد کې په غونډو لمانځل کېږي. مارټن لوتر په ۱۹۶۸ز کال کې وژل شوی وو. د نوموړي ''زه یو ارمان لرم'' وینا ډېره مشهوره ده. د کینک د ژوند په اړه د انیسې اجمل دا ویډیو راپور وګورئ




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *